افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما دوشنبې(د سلواغې په ۷مه نېټه) ویلي دي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي استازی، تدامیچي یاماموتو د افغانستان په تړاو د ایراني او نړۍ چارواکو سره د خبرو په موخه تهراته ته په دوه ورځني سفر تللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي یاماموتو تېره ورځ، کابل کې د چین له سفیر، وانګ یو سره لیدنه درلوده او د افغان سولې بهیر په تړاو یې ورسره خبرې کړې وې.
ښاغلي وانګ یو په خپله ټویټر پاڼه لیکنه کې افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې پراختیا او ټیکاو لپاره مهم بللی.
وانګ یو زیاته کړې ده:«چین د "افغانانو په مشري" د پخلاینې بهیر ملاتړ کوي، او لیواله دی چې نړیوالې ټولنې سره په دې هېواد کې د سولې راوستو لپاره مرسته وکړي.»