په داسې حال کې چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا سیند ته د افغان کارګرو د اچولو د څرنګوالي د څېړنې لپاره د افغان حکومت حقیقت موندونکي پلاوي دوه ورځې مخکې خپل کار پیل کړ، خو د ایران له خوا تراوسه پلاوی نه دی ګومارل شوی.
افغان چارواکي وايي چې هغوی ایراني پلاوي ته په تمه دي چې په دې اړه خپل ګډ کار پيل کړي.
د افغان پلاوي مسوول حمید طهماسي نن په هرات کې یوې خبري ناسته کې وویل:«ایران نه ده منلې چې دغه پېښه کې د دغه هېواد په خاوره کې شوې وي، خو د دې لپاره چې موضوع ثابته شي او موږ ایراني لوري ته قناعت ورکړو، د هغو اسنادو او شواهدو له مخې چې موږ یې لرو دغه پېښه د ایران په خاوره کې شوې ده. موږ ایراني پلاوي ته د اسنادو وړاندې کولو او مذاکرې ته اړمن یوو.»
د هرات ځايي چارواکي وايي چې د سندونو او شواهدو پر بنسټ، افغان کارګر په جبر سره په سیند کې اچول شوي د هغوی ډېری یې ډوب شوي او وژل شوي دي.
د هرات والي سید وحید قتالي په وینا، د دغې پېښې د ځینو قربانیانو مړي ټوټې ټوټې شوې دي او د پېژندلو نه دي:«دا پېښه د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمه کې شوې ده چې ځينې افغان کارګر اړ کړل شوي چې ځان د مرزي سیند په سېلابي اوبو کې واچوي چې ونه ګړای شي ځان وژغوري.»
په هرات کې د مدني ټولنې ځینې غړي د حکومت له حقیقت موندونکي پلاوي غواړي چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري سیند ته د افغان کارګرو د اچولو پېښه په جدي توګه وڅېړي او د دغې پېښې د عاملانو د سزا رسولو زمینه برابره کړي.
په هرات کې د مدني ټولنې غړی سید اشرف سادات په دې اړه وویل:«له ګومارل شوي پلاوي زموږ تمه دا ده چې د پېښې حقیقت موندنه وکړي او جزیات یې د افغانستان له خلکو سره شریک کړي. د افغانستان له خلکو سره جفا او خیانت شوی دی او موږ په هر اړخیزه توګه د دغې پېښې د روښانېدو غوښتونکي یوو.»
هرات کې د مدني ټولنې بل فعال غلام فاروق راسب هم څرګندوي:«له حقیقت موندونکي پلاوي زموږ غوښتنه دا ده چې د پردې تر شا له کومې سیاسي معاملې پرته موضوع په واقع بینانه توګه وڅېړي او د دغې پېښې عاملان ژر تر ژره عدالت ته وسپاري. د دغې پېښې عاملان د ایران د قوانینو او نړیوالو حقوقو پر مطابق محکمه شي.»
د افغان حکومت د حقیقت موندونکي پلاوي د شمېرو پر بنسټ، ۴۶ افغان کارګر د ایران پوله ساتو ځواکونو له خوا سیند ته اچول شوي دي چې د هغوی لس تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور یې نادرکه دي.
هرات کې ځايي چارواکي وايي چې د ټولو قربانیانو د مړو د پیدا کولو لپاره هڅې روانې دي.