Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران پر پوله د وژل شویو افغانانو څېړنې لپاره پلاوی ګومارل شوی

ولسمشر غني له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د ډوبېدو د هر اړخیزه څېړنې لپاره پلاوی ګومارلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني له ایران سره پر پوله د ځينو افغان کډوالو د ډوبېدو د هر اړخیزه څېړنې لپاره یې یو لس کسیزه پلاوی ګومارلی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې د دغه پلاوي مشري د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ نظامي سرمفتش محمد حمید طهماسي په غاړه ده.

درې ورځې مخکې داسې رپوټونه خپاره شول چې ځینې افغان کډوال چې په ناقانونه توګه د کار لپاره ایران ته تللي وو، له ایران سره په پوله د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا لومړی ربړول شوي او وروسته سیند ته اچول شوي دي.

ځينې دغه کډوال چې روغ رمټ راوتلي، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې څه باندې لس تنو دغو کډوالو ژوند بایللی او څه باندې شل تنه نور نادرکه دي.

د ایران د پوله ساتو ځواکونو دغه چلند له زیاتو غبرګونونو سره مخ شو.

له دې ډلې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو ویلي له افغان کډوالو سره چې د کار او ډوډۍ لپاره ایران ته تللي، د ایراني پوله ساتو ځواکونو له چلنده هیږ شوی دی.

پومپيو د دغې پېښې د جدي څېړنې غوښتونکی شوی دی.

له دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو زارت هم ویلي دي چې دغه بهیر به په جدي توګه وڅېړي.

ایراني چارواکي د ایران پوله ساتو ځواکونو له خوا سیند ته د افغان کډوال اچول ردوي. 

شریک یي کړئ