د افغانستان موتای ملي لوبډلې غړو ازبکستان کې له نړیوالو لوبو کې ۳د سروزرو، یو د سپینو زرو او یو برنز مډالونه ترلاسه کړل.
دغو لوبو کې جواد کریمي، امین الله کریمي، سلیم مبارز د سرو زرو، ابراهیم هزاره د سپينو زرو او محمد خاتمي د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
جواد کریمي په ۶۳.۵ کیلو ګرام وزن سره د ازبکستان او تاجکستان پر وړاندې بریاله ترلاسه کړه او د سرو زرو مډال یې خپل کړل. همداراز، امین الله کریمي هم په ۵۷ کیلو ګرام وزن کې له یادو هېوادونو سره لوبه کې بریال او د سرو زرو مډال خپل کړ.
همدا ډول سلیم مبارز بیا په ۵۷ کیلو ګرام وزن کې له دوو ازبکستاني لوبغاړو ته ماته ورکړه او د سرو مډال یې خپل کړ.
دغو لوبو کې ابراهیم هزاره ۶۷ کیلو ګرام وزن کې له ازبکستان او قزاقستان سره لوبه وکړه چې ازبکستان ته یې وبایلله، خو د سپینو زرو مډال یې خپل کړ.
محمد خاتمي هم په ۷۱ کیلو ګرام وزن کې د برنزو مډال وګټلو.
دغه لوبې د افغانستان، ازبکستان، تاجیکستان، او قزاقستان په ګډون د پنځو ورځو لپاره په تاشکند کې ترسره شوې چې له هېواد په کې پنځو لوبغاړو، دوه لوبڅارو او یو هم د ډلې مشر ګډون کړی وو.