د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼې کې راغلي دي چې افغان ځانګړو ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هلمند ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې ۱۱کسان له بند څخه آزاد کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې عملیات تېره شپه( شنبې د غبرګولي۶مه) د نادعلي په ناقل آباد کلي کې شوي، او یاد شمېر کسان د طالبانو له یوه بند څخه خوشې کړی شوي دي.
په آزادو شویو کسانو کې ۶ د ملي پولیسو سرتېري او ۵ ملکي کسان ښامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې سیمې ته د افغان ځواکونو ورسېدو سره، وسلهوال له سیمې تښتېدلي او دې ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي دي چې تېره افغان ځواکونو د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې هم وسلهوالو پر یوه پټنځای برید کړی دی.
په دې برید کې ۱۰ تنه طالب وسلهوال وژل شوي دي.