Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ځواکونو په واورو کې ۷۰۰بند پاتې شوي مسافر وژغورل

امنیتي ځواکونو د کابل کندهار په لویه لار کې په وارو کې بند پاتې شویو کابو ۷۰۰ مسافر ژوند ژغورلی.

یو شمېر دغه مسافر وایي که امنیتي ځواکونه د دوی مرستي ته نه وی ورسیدلی ښايي یو زیات شمېر مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړي وی.

دا په داسي حال کې ده چې په ورستي یومیاشت ورښتونو کې له ۱۵۰ زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.

افغان پوځیان په غزني ولایت کې په واورو کې د راګیر شویو مسافرینو د مرستې لپاره ورغلي او په لسګونه کسان یې ژغورلي دي. دغه کسان وايي یو شمېر پولیس د مسافرینو د ژغورنې پر مهال د ستومانۍ او سړې هوا له امله بې هوښه شوي وو. 

یو تن مسافر وايي:«افغان ځواکونو ډېر زیار ویست. د تېرو ورځې له ۱۲ بجو چې راغلل د شپې تر ۱ بجې یې مسافران وژغورل. که دا ځواکونه نه وی راغلي ښايي ډېر شمېر مسافرو د سړې هوا له کبله ژوند له لاسه ورکړی وی.»

بل مسافر زیاتوي:«له موږ سره ښځې هم وې خو افغان ځواکونه وتوانېدل چې موږ وژغوري.»

ژغورل شوي کسان په مسافرخونو او د کابل کندهار لویې لارې ته څیرمه په کورونو کې ځاي پرځاي شول.

د سړې هوا له امله ان د امنیتي ځواکونو څو زغرګاډي له کاره لویدلي دي، د غزني ولایت د امنیتي چارواکو په وینا تراوسه هم یو شمېر کسان په واورو کې راګیر دي.

د غزني امنیه قومندان، امین‎الله امرخېل وايي:«تېره شپه سخت توپان وه. زموږ زغرګاډي یخ شوي وو او موږ ډېره مرسته ونه کړه. سخت توپان وه او نیم او یم متر واټن مو نشوو لیدلی. نېږدې وو چې څو تنه پولیس چې د مسافرو مرستې ته ورغلي وو، خپل ژوند له لاسه ورکړي. اوس چې له تاسو سره خبرې کوم ۲۰ تر ۳۰ نور موټر په بند پاتې دي او زموږ ځواکونه ورسره مرسته کوي.»

په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورو له امله څه د پاسه ۱۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړ، کابو سل نور یې ټپيان کړل، څه د پاسه سل کورونه وران شوي او کابو دوه زره څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې رئیس، احمد خان نافع وویل:«لارې خلاصې شوې دي، موږ له لاره کې مرګ ژوبله نه درلوده. خو که همغږي نه وی شوې، ښايې ډېر شمېر هېوادوال مو په واورو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وی.»

په هېواد کې وروستۍ واوره په تېرو څو کلونو کې بې مخینې بلل شوې، ډېری تلفات هم په نورستان، بدخشان، پروان، غور، هرات، سرپل، بادغیس او هرات ولایتونو کې خلکو ته رسیدلي دي.

یو شمېر دغه مسافر وایي که امنیتي ځواکونه د دوی مرستي ته نه وی ورسیدلی ښايي یو زیات شمېر مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړي وی

شریک یي کړئ