په سویلي سالنګ کې د واورې وروښت او ښویدنې له کبله لاره د مسافرو تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال محمدرجب سالنګي وايي چې نن (دوشنبې د سلواغې۲۳مه) په سویلي سالنګ کې د واورې ښویدنې له کبله چې لس ځایه ده، لاره بنده ده.
جنرال رجب زیاتوي چې اوسمهال په شمالي سالنګ کې د واورې اندازه ۱۴۵ او په سویلي سالنګ کې ۱۶۷ سانتيمترو ته رسيږي.
نوموړي ویلي دي چې سالنګونو کې سخته واوره وریدلي ده، خو اوسمهال لګه کمه شوې ده. داسې انګېرل کېږي چې ښایې راتلونکو څو ساعتونو کې به کمه شي.
ښاغلی سالنګي زیاتوي، تر هغې چې سرکونه په بشپړه توګه له واورې پاک نشي، نو لاره به د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.