Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې د کډوالو سوځېدو له پېښې سره د حکومت پر چلند د خلکو نیوکې

د ایران په یزد ولایت کې د افغان کډوالو پر لېږدونکي موټر د ایراني پولیسو له خوا ډزې او سیند ته د افغان کډوالو د اچولو په وړاندې د حکومت سر سري چلند د خلکو له نیوکو سره مخ شوی دی.

په ننګرهار او هرات ولایتونو کې د مدني ټولنې ځينو غړو د دغې پېښې د غندلو او د دغې پېښو په وړاندې د حکومت د چلند په غبرګون کې لاریون کړی او وايي چې له دغو پېښو سره د حکومت سطحي چلند د هېوادوالو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.

دوی له حکومته غواړي چې له ایران سره د په خپلو اړیکو کې غور وکړي.

په ننګرهار کې مدني فعال شریف الله ناصري وايي:«ایران یو ظالم هېواد دی او هغه کسان چې له دغه هېواده ملاتړ کوي، هغوی هم ظالم دي. موږ له نړیوالو غواړو چې د ایران اړیکې د نړیوالو قواعدو پر بنسټ وي.»

ننګرهار کې د مدني ټولنې بل فعال علي خېل ملکزاده هم وویل:«موږ له ایران سره مقابله نه شو کولای، ایران نړیوالو اړیکو ته درناوی نه لري او له دغه هېواد سره باید پر خپلو ټولو اړیکو بیا غور وکړو.»

له دې سره سم، ځينې هراتیان چې په هرات ښار کې د یوناما سیمه ییز دفتر پر وړاندې راټول شوي، په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند په اړه د حکومت او نورو نړیوالو بنسټونو چوپتیا ته ګوته نیسي.
هرات کې د مدني ټولنې فعاله حلیمه پژواک وايي:«زموږ مهاجر هېوادوال د یوې نمړۍ ډوډۍ لپاره ځي او په ژوندي سوځول کېږي؛ خو زموږ حکومت سکوت کړی، په داسې حال کې چې د ایران له خوا منل شوې چې دا ډول جنایت یې کړی دی.»

د هرات اوسېدونکی محمد هم زیاته کړه:«دا لومړی ځل نه دی، ایران زموږ کډوال په ژوندون سوځوي او له منځه یې وړي زموږ غوښتنه دا ده چې دوی محکوم شي.»

د دغې پېښې په تړاو د اندېښنو په ترڅ کې، ولسمشر غني هم په کابینې ناسته کې له ډيپلوماټيکو لارو په ایران کې د افغان کډوالو د لېږدونکي موټر د اور اخیستو پېښې پر څېړنې ټينګار کړی دی.
 
د هېواد بهرنیو چارو وزارت هم وايي، عدالت ته د دغې پېښې د عاملینو د راکاږلو لپاره هڅې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد څرګندوي:«د بهرنیو چارو وزارت به له هېڅ قانوني وسلې څخه به دریغ ونه کړي تر هغې چې د دغې پېښې عاملین د اسنادو او شواهدو پر بنسټ محاکمې ته ونه کاږي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس لعل ګل لعل وايي:«د خپلو هېوادوالو له حقونو دې په جدي توګه دفاع وکړي او د هغوی حق دې وغواړي؛ موږ وینو چې زموږ چارواکي د هېوادوالو د حقونو د دفاع لپاره هغه څه چې لازم دي، نه غږ پورته کړی او نه هم دفاع کړې ده.»

د ایران په یزد ولایت کې د افغان کډوالو پر لېږدونکي موټر د ایراني پولیسو د برید له امله چې تېره اوونۍ ترسره شوې درې تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
 
تر دې مخکې هم ۴۶ افغان کډوال په ایران کې د ایراني ځواکونو له لوري سیند ته اچول شوي چې له امله یې لس تنه مړه او لا تراوسه ۱۷ تنه لادرکه دي؛ خو لا هم په دې برخه کې د حکومت د څېړنو پایلې له خلکو سره نه دي شریک شوي.
 
په ننګرهار او هرات ولایتونو کې د مدني ټولنې ځينو غړو ایران کې د افغان کډوالو پر لېږدونکي موټر ډزې او د افغانو وژنه غندلې او د دغې پېښې په وړاندې د حکومت د چلند په غبرګون کې یې لاریون کړی دی.

شریک یي کړئ