Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایزدیار د خپل زوی جنازې مراسمو برید مسوؤل طالبان بولي

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال، محمد عالم ایزدیار د زوی، محمد سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو تر ځانمرګي برید یوه ورځ وروسته، نوموړی وايي چې دا برید د طالبانو لخوا د پاکستان په سپارښتنه شوی دی.

نوموړي د یکشنبې پرورځ( د غبرګولي۱۴مه) له طلوع‎نیوز سره په خبرو کې د نظام کې د ننه له ترهګرو سره په مرسته یو شمېر کړۍ تورنې کړې.

ده په دې خبرو اترو کې وویل:«د طالبانو کار دی او هغه کړۍ چې له طالبانو سره همکارې دي او د پاکستان په مرسته یې مشري کېږي او هره ورځ زموږ خلک په نښه کوي.»

د ایزدیار د زوی جنازې مراسمو په مراسمو کې درې پر له پسې ځانمرګي بریدونه وشول او د جمعیت ګوند اړ شو تر څو بېړنۍ ناسته ولري.

وروسته له هغې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني په خپله فسبوک پاڼه کې ولیکل چې ډېر ژر به خپل دریځ په نظام کې د ننه ترهګرو پر وړاندې اعلان کړي.

یو شمیر سرچینې وايي د جمعیت ګوند مشرتابه له ولسمشر سره خبرې اترې هم رد کړې دي.

اخوا عطا محمد نور په خپلې فسبوک پاڼه کې لیکي عبدالله یا له خلکو سره پاتې شي او یا هم له هغو کسانو سره چې پر خلکو ډزې کړي.

د ښاغلي رباني دا غبرګون د یو شمېر کسانو له خوا نقد کېږی.

د نیون افغانستان جبهې رئیس، انوارالحق احدي څرګندوي‎:«هغه کسان چې ادعا لري په نظام کې طالبان شته، نو باید دا ثابته کړي او له هغې سره سم حرکت وکړي.»

تراوسه د اسلامي جمعیت د بیړنۍ غونډې جزیات نه دي روښانه شوي، خو د بلخ والي عطامحمدنور د فیسبوک پر پاڼه لیکلي له عبدالله عبدالله سره د خبرو لپاره لس کسیز پلاوی ټاکل شوی چې هغه به یا د افغانستان د خلکو ترڅنګ دریږي او یا د هغو کسانو ترڅنګ چې پر خلکو یې ډزې وکړې.

مخکې له دې اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله ویلي وو:«که د ملي یووالي حکومت مشران استعفا وکړي نو دا حال به دښمن ته زمینه برابره نکړي.»

د پخواني ولسمشر مرستیال کریم خلیلي چې د مشرانو جرګې د مرستیال لیدلو ته ورغلی و، دا د افغانانو پر یووالي برید بولي.

د ملي شورا په ځانګړې غونډه کې هم دا د بحث اصلي موضوع وه، خو ځینې سرچینې وايي د جمعیت اسلامي غړو دا ناسته تحریم کړې ده.

د مشرانو جرګې مرستیال محمدعلم ایزدیار وايي طالبانو د هغه د زوي د جنازې پرمراسمو برید وکړ خو نوموړی ټینګار کوي د ننه په نظام کې یو شمېر کړیو له ترهګرو سره مرسته کړې ده

شریک یي کړئ