بامیانو کې د ماین پاکانو یوه شل کښیزه ښځينه ډله د وسلې د کنټرول نړیوالې جایزې ته نومانده شوې ده.
دغې نړیوالې جایزې ته د نړۍ له بېلابېلو برخو ل۱۰ نور بنسټونه او ډلې هم نوماندان دي.
دغه جایزه هغې ډلې او یا هم بنسټ ته به ورکړل شي چې ډېرې رایې ترلاسه کړي - د دغې جایزې نوماندانو ته د رایې ورکړه په انلاین توګه ده.
د بامیانو د ماین پاکانو ښځينه ډله په افغانستان کې د ماین پاکۍ لومړنۍ ښځينه ډله ده چې له دوه کلونو راهیسې په بامیانو کې فعالیت لري.
زهرا رضايي له دوو کلونو راهیسې په بامیانو کې د ماین پاکۍ د ډلې غړې ده.
دا وایي چې ټول کال هغو سیمو ته تللې چې ماینونه په کې اېښودل شوي او د نورو د ژوندانه د ژغورلو لپاره یې ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده.
زهرا اوس له یوه کال راهیسې خلکو ته د ماینونو د خطرونو په تړاو د پوهاوي مسوولیت لري.
د ښځینه ماین پاکوونکو د ډلې غړې زهرا رضايي څرګندوي:«هم کار وکړو او هم خپل خلک پوه کړو چې دا د سولې راوستو یوه لار ده چې موږ هڅه کوو هېواد ته سوله راشي او له ارامښت سره ژوند وکړو.»
شل ښځې د ماین پاکۍ د دې ډلې غړيتوب لري او دا ډله هڅه کوي چې په بامیانو کې د ځمکې له زړه نه د څلور لسیزو جګړو پاتې شونې راوباسي.
د بامیانو اوسېدونکې نرګس امیني:«د دوی برکت او مرسته وه چې د خلکو له کورونو څو ماینونه واېستل شول او د ماين پاکانو د ډلې په واسطه له منځه یوړل شول.»
د ولسي جرګې غړې مسعوده کرخي څرګندوي:«کله چې زموږ نجونې او ښځې دا زړورتیا ښيي او ملا تړلي او ځي د ماین پاکۍ بنسټ کې کار کوي، او د زرګونو تنو ژوند د ماین له خطره ژغوري، دا یو ستر ویاړ دی.»