ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت پخوانی استازې، فوزیه کوفي نن سې شنبې(د غويي په ۱۶مه نېټه) وايي چې یاد ولایت کې یوه نجلۍ د هغې د ورور لخوا حلاله شوې ده.
هغه وايي وژل شوې نجلۍ وروسته له هغې چې له کوره، یوه هلک سره تښتېدلې وه، د پولیسو لخوا نیول شوې او له ضمانت پرته ورور ته سپارل شوې وه، او ورور یې هم له هغې سر پرې کړې.
مېرمن کوفي وايي د یادې نجلۍ ورور چې سرتېری وو، د خپلې خور تر وژنې وروسته له طالبانو سره یوځای شوی دی.
نوموړې چې له کوره تېښته جرم نه بولي، د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ پر پولیسو نیوکې کوي او زیاتوي چې له ضمانت پرته یې نجلۍ د هغې کورنۍ ته سپارلي چې د دغه "بې رحمه وژنې" لامل شوی دی.
د بدخشان پولیسو په دې تړاو څه نه دي ویلي.