د بشري حقونو د څار بنسټ د جمعې پر ورځ د خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د امامزمان پر جومات برید چې په پایله کې یې ۳۰تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، جنګي جنایت بللی دی.
دغه بنسټ ویلي دي:«دا برید له جنګي قوانینو روښانه سرغړونه ده او همداراز یو روښانه جنګي جنایت دی.»
دا پېښه چې تېره ورځ(د وږي پر ۳مه) د کابل په قلعهنجارها سیمه کې رامنځته شوه او درې تنو وسلهوالو کابو دوه بجې پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې په پایله کې یې ۳۰ تنه مړه او ۸۰ تنه یې ټپیان کړل.
د برید پرمهال په جومات کې د ښځو په ګډون کابو ۲۰۰ کسان پر لمانځه بوخت وو.
برید کوونکو لومړۍ د جومات پر څلورو ساتونکو ډزې وکړې او لاسيبمونه یې وغورځول او وروسته جومات ته د ننه شول.
داعش ډلې د برید مسوولیت منلی دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ څېړونکې، پټریسیا ګاسمن څرګندوي:«په هغه ځای کې چې عبادت کېږي، برید چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي دا یو دروند جنایت دی.»
نوموړې زیاتوي:«پر مذهبي لږکیو دا ډول برید چې مسوولیت یې داعش منلی دی، ویل یې سخت دی چې ملکي کسان د افغانستان د جګړې قربانیان دي.»
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې دا برید هغو بریدونو ته ورته دی چې په وروستي کال کې داعش ډلې پر مذهبي لږکیو افغانستان کې ترسره کړ.
همداراز دغه بنسټ زیاته کړې ده چې تېره میاشت داعش ډلې په هرات کې پر یوه جومات برید وکړ او په ترڅ کې یې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او کابو ۳۰ تنه نور ټپيان شول.
خبرپاڼه وړاندې کاږي:«تېرزیږدیز کال کې ځانمرګو بریدونو کې په افغانستان کې سلګونه تنه شیعهګان وژلي او ټپیان کړي دي. دا بریدونه په افغانستان کې د داعش پراخ شتون سره اړیکه لري.»
خبرپاڼه کې زیاته شوې ده:«د جنګي قوانینو په پام کې نیولو سره پر ملکي کسانو او عبادت ځایونو بریدونه جنګي جنایات بلل کېږي. د ملکي کسانو وژنې لپاره د پولیسو له کالیو ګټه پورته کول هم جنګي جنایت بلل کېږي.»
ګاسمن په خبرپاڼه کې ویلي دي:«ترهګر چې بد اعمال د ملکي کسانو پر وړاندې ترسره کوي، جنګي جنایات او د انسانیت پر وړاندې جنایت ترسره کوي. د افغانستان په جګړو کې ټولې ښکېلې ډلې باید دا ډول جنایتونه وپېژني او د نړۍ په هر ګوډ کې چې دي باید سزا وګوري.»