د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې له جګړو د ماتې شوې ناچاودلي توغندي د چاودو له کبله یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د نهرین ولسوالۍ د روغتون مدیر، محمد طاهر اندرابي چهارشنبې(د تلې په دریمه نېټه) وايي له چاودنې روغتون ته د دوو ماشومانو مړي او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.
همداراز د نهرین ولسوال، ګل اغا اکبري ویلي چې دغه پېښه تېره شپه د نهرین ولسوالۍ په صیاد سیمه کې را منځته شوې ده چې له امله يې یوې ښځې د ماشوم په ګډون ژوند بایللی او او ۶ نور ماشومان ټپیان سوي دي.
د نهرین ولسوال ویلي، پېښه د وسلهوالو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې هغه مهال ار منځته شوې چې ماشومانو په ناچاودلي توغندي لوبې کولې.
دا په روانۍ اوونۍ کې دوهم پېښه ده چې د یوه ناچاوده توغندي د چاودو له کبله مرګ ژوبله اوړي.
پروان ولایت په چاریکارو ښار کې(د وږي په ۳۰مه نېټه) په یوه کور کې له جګړو د پاتي شوي د ناچاوده توغندي چاودو له کبله یوه ښځه وژل شوې وه او اته ماشومان یې ټپیان شوي وو.
د پروان امنیه قومندان، محمدمحفوظ ولیزاده وویل چې پېښه په داسې حال کې شوې چې د کورنۍ یوه ماشوم ناچاوده توغندی له ځانه سره کورته راوړی او په کور کې چوولی دی.
د پروان امنیه قومندان وايي د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی او روغتون ته لیږدول شوي دي.
په همدې حال کې د پروان ولایتي روغتون رییس، عبدالقاسم سنګین وویل چې له پېښې یو مړی او لس ټپیان روغتون ته لیږدول شوي چې اووه یې ماشومان دي.
په دې اړه مو اندونه