د بلخ د مدڼي ټولنې ځينو فعالانو، د سولې غوښتنې د خېمې له درولو سره، په هېواد کې د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
هغوی وايي چې سوله د ټولو هېوادونو ګډه هیله ده او هر څوک چې د هغه د پوره کېدو په وړاندې خنډ ګرځي، د دغه هېواد د خلکو دښمن دی.
هغوی د ملګرو ملتونو له سازمان څخه هم غواړي چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي ځکه د هغوی په باور له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
یو له دغو پرلت کوونکی ذبیح احساس وايي:«موږ نه پیسې غواړو، نه هم برېښنا، نه ښوونځی غواړو او ... یوازې او یوازې سوله او ژوند غواړو.»
په بلخ کې د مدني ټولنې یوه بله غړې فرزانه رحیمي هم زیاتوي:«د خېمې درولو مانا همدا ده چې هغوی (ترهګر) باید له پښو وغورځول شي. خلک دې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه غږ پورته کړي او ووايي چې یو ملت دي.»
د بلخ د ولایتي شورا رییس هم د سولې غوښتونکو خېمې ته په تلو سره هېواد کې د ګواښونو پر پای ته رسېدو ټینګار کوي.
د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید په دې اړه څرګنده کړه:«نن موږ دا خېمه ودروله او غواړو له سولې دفاع وکړو او خلکو ته دا پیغام ورکوو چې د افغانستان ملت ویښ شوی دی.»
د ښځو د حقونو د برخې یو شمېر فعالینې هم له دوی سره یوځای د سولې غږ پورته کوي.
دغه پرلت کوونکي وايي په ولسي ډول دلته راټول شوي، چې له طالبانو، افغان حکومت او امریکا څخه غواړي د سولې لپاره هڅې وکړي.