Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تر ټولو ناامنه ولسوالیو کې هم د اورکم پېر عملي شوی

په افغانستان کې د اورکم اوونۍ له اعلان وروسته، د هېواد ځینې ناامنو ولسوالیو هم دغه بهیر تجربه کړی دی.

د طلوع نیوز خبریال ګلاب الدین غبار د دوشنبې په ورځ (د کب په ۱۲مه) چې د رپوټ جوړولو لپاره د میدان وردګو او غزني تر ټولو ناامنیو ولسوالیو چک او  اندړو ته تللی وو، وايي چې د هېواد پوځيان وايي په دغو ولسوالیو کې له لسو ورځو راهیسې ګواښونه کم شوي دي.
 
امنیتي ځواکونه وايي چې له کابو دوو کلونو راهیسې د دغو ولسواليو ځمکنۍ لارې تړل شوې دي.

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ

د ملي اردو بريدمل عباد الله په دې اړه وايي:«دغه پوسته د دښمن په لاس کې ده چې له دې ګواښل کېږو، په دې خوا ډزې کوي.»

د چک بازار په کنډواله بدل شوی او هر څه د جګړې له امله ویجاړ شوي دي. په دې ځاي کې هېڅ ملکي کس نه لیدل کېږي چې د دغه وضعیت په اړه موږ ته څه ووايي.

خو د اورکم د اوونۍ له اعلان وروسته دغه ځواکونه لږ د ارام ساه اخلي.

سرتېری جاوېد په دې اړه وايي:«هغې خوا طالبان دي او دې خوا موږ یوو، اعلان یې کړی چې دې خوا موږ نه راځو او هغې خوا تاسې مه راځئ» 

بل سرتېری لایق رحمان هم وویل:«موږ دعا کوو چې افغانستان کې سوله راشي، دا زموږ هیله ده او موږ د همدغه هېواد لپاره راوتلي یوو.»

بلخوا د غزني اندړ ولسوالي د دغه ولایت تر ټولو ناامنه سیمه ده، د اندړ ولسوالۍ د ځمکې لاره له څه مودې راهیسې تړلې ده، په دغه سیمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

په دغه پوځي مرکز کې د ملي اردو ځواکونه څلورویشت ساعته د تیارسی په حال کې دي او آن د طالبانو تګ راتګ څاري.

سرتېری خیر محمد وايي:«له هغې وخته چې د تاوتریخوالي کمښت اعلان شوی، کم ډز نه دی شوی، ارامه ارامي ده انشاالله.»

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان خان الله شجاع وویل:«هغه عملیات چې موږ د اندړو او عزني لارې د پاکولو لپاره په پلان کې لرل، زموږ ټول پرسونل چمتو دی.»

په دغو ولسوالیو کې د ملي اردو یو شمېر چارواکي د پوځیانو لیدلو ته ورغلي، دوی د دغو ځواکونو د هڅو ستاینه کوي او د سولې بهیر د څرنګوالي په اړه دغو پوځیانو ته معلومات ورکوي.

د غزني په اندړ ولسوالۍ ځينې پوځي چارواکي د پوځیانو لیدو ته ورغلي.

د ملي اردو د ارکان رییس حبیب حصاري وايي:«په افغانستان کې مو امنیت او ټیکاو ساتله او له دې وروسته مصمم یاست چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.»

خو هغه څه چې په دغو جګړه ځپلو سیمو کې له ورایه لیدل کېږي، تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هیله مني ده.

له بلخوا د طالبانو پوځي کمېسیون ته منسوب په لیک کې طالب جنګیالیو ته حکم شوی چې د تاوتریخوالي د کمښت دوره پای ته رسېدلې او اوس دې طالبان د حکومتي ځواکونو په وړاندې خپل بریدونه بیا پيل کړي خو پر بهرنیو پوځیانو له بریده دې ډډه وکړي.

 طلوع نیوز د دغه لیک د تایید لپاره د طالبانو له ویندویانو سره اړیکه ونیوه خو دوی د دې لیک د تایید یا ردولو په اړه ځواب ور نه کړ.

شریک یي کړئ