Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ۱۷ولایتونو کې د طالبانو او دولت ترمنځ جګړه له سره پیل شوې

په تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې د افغانستان په اولس ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالب جنګالیو ترمنځ جګړه له سره پیل شوې ده.

په دې لړ کې کندهار او هلمند هغه ولایتونه دي چې د هېوا له هرې بلې برخې ډېر د جګړو شاهد دي.

په دغو اولسو ولایتونو کې ځايي چارواکي دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې د رسېدو په اړه خبرې کوي؛ خو د دغې مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه وايي.

بلخوا د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ پنګرام کلی چې د طالبانو په واک کې ده او د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ او د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې په افغانستان کې د سولې د راوستو د هوکړې له لاسلیک وروسته د دوشنبې په ورځ په دې سیمه غونډه جوړه شوه.

په لوګر کې یو طالب قومندان تازه ګل وویل:«که چېرې حکومت زموږ د اسلامي امارت له مشرانو سره سولې ته حاضر نه شي او له هغوی سره کېنني، له دې وروسته زموږ جګړه به هم دوام پیدا کړي.»

له دغې غونډې لږ وروسته د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې یوې نښته کې د پنځو افغان پوځیانو د وژل کېدو خبر خپرېږي.

دا داسې پېښه وه چې د لوګر د اوسېدونکو په وینا له څو کلونو راهیسې دا ډول پېښو د دوی ژوند تریخ کړی دی.

د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحیم په دې اړه وايي:«د خلکو اولادونه له منځه ولاړل، تورسرې (ښځې) له منځه ولاړې، ماشومان له منځه ولاړل، د خلکو کورونه یې له منځه یوړل، ټوټې ټوټې شول، نور موږ جګړه نه غواړو، ټول خلک سولې ته تږي دي.»

د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکی جان آغا په دې اړه وايي:«خلک دې ارام وي، چلوونکی په خپل کار پسې ځي، هټیوال په خپل کار پسې، بزګر په خپلې بزګرۍ پسې، ټول خلک په خپلو کورونو کې خپل ژوند کوي.»

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر د دغو تاوتریخوالیو په غبرګون کې د خپل ټوېټر پر پاڼه لیکلي د اورکم اعلان په افغانستان کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د باور جوړونې لپاره و، امریکا په دې هکله ژمنه ده او له طالبانو هم دې ته ورته تمه لري.

خو ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ ننګرهار ته په سفر کې په دې اړه بل ډول غبرګون ښيي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه وايي:«هغوی (طالبان) فکر کاوه که چېرې پر موږ یو څو بریدونه وکړي، موږ دوه پښې لرو او دوه به نورې پور کړو او تښتو. موږ د تېښتې خلک نه یوو!»
له بلخوا په دغو اوولسو ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي د تازه نښتو او دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې د اوښتلو یادونه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«دري دېرش ترهګریز بریدونه یې لرل چې له بده مرغه، د هغه په پایله کې، شپږ تنه مُلکیان شهدان شوي او کابو ۱۴ تنه نور ټپيا شوي دي.»

امریکایانو له طالبانو سره له اتلس میاشتنیو خبرو وروسته اعلان وکړ چې په افغانستان کې له کابو دوه لسیزو جګړو وروسته یې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې ده. اوس به ولیدل شي چې د دولتي ځواکونو پرخلاف به د طالبانو جګړه تر کومه دوام وکړي.

د هېواد د اولسو ولایتونو کې ځايي چارواکي دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې د رسېدو په اړه خبرې کوي؛ خو د دغې مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه وايي.

شریک یي کړئ