Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو ۱۹ کالو کې تر ټولو خونړۍ اوونۍ؛ ۲۹۱ سرتېرو ژوند بایللی

د ملي امنیت شورا دفتر خبرپاڼې په خپرولو  سره د طالبانو بریدونو له کبله تېره اوونۍ د تېرو ۱۹ کالو پرتله خونړۍ بللې ده.

یاد دفتر نن(دوشنبې د چنګاښ په ۲مه نېټه) وايي، طالبانو تېره اوونۍ کې د هېواد ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ ترهګریزې کړنې کړې دي او په پایله کې یې ۲۹۱ افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې یاده اوونۍ کې ۱۴۸ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا همداراز څرګنده کړې ده چې طالبانو له خپلو کړنو سره تر اوسه هېواد کې د سولې راوستو لپاره ښه نیت نه دی ښودلی:«دې ډلې له خپلو ټولو ژمنو او د افغان دولت لخوا د ښه نیت په موخه د شویو فعالیتونو سره سره لا هم د افغان مسلمان وینې توېېدنه جاري ساتلې، په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي او د سولې لپاره یې هیڅ ښه نیت نه دی ښوولی.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویلي وو چې په تېرو درې میاشتو کې یعنې له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د دغې ډلې له خوا تاوتریخوالی دوه سلنه زیاتوالی موندلی دی.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه رپوت تر راتلوونکو درې ورځو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړل شي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د درې میاشتو په اوږدو کې ۵۵۴۳ بریدونه په افغانستان کې ثبت شوي دي.

د دغه رپوټ په بله برخه کې راغلي دي چې هوايي بریدونه ۴۷ سلنه کم شوي دي.

شریک یي کړئ