Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوزجانۍ مېرمنې: د سولې خبرو کې دې زموږ لاسته راونې قرباني نه شي

په جوزجان کې ځينې مېرمنې وايي چې د کابو دوه وروستیو لسیزو راسته راوړنې باید له طالبانو سره د سولې خبرو اترو قرباني نه شي.

دوی له حکومته غواړي چې غوښتنې یې له طالبانو سره مذاکره کې په ډاګه شي. دا مېرمنې د هغې سولې غوښتونکي دي چې په کې د دوی ازادۍ قرباني نه شي.

د جوزجان مېرمنې، د یکشنبې په ورځ (د کب به ۱۲مه) له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د ملاتړ په پار د جوزجان مرکز شبرغان په مېلمستون کې غونډه جوړه کړه.

په جوزجان کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله سایره شکیب سادات په دې اړه وايي:«موږ د سولې د هغو مذاکراتو په اړه چې له هېواده بهر دوام لري ملاتړ کو، خو په دې شرط چې د مذاکرې له پای وروسته طالبن د ښځو ازادۍ او د هېوا اساسي قانون تر پښو لاندې نه کړي.»

دغه مېرمنې همدارنګه وايي چې سوله د هر هېوادوال بنسټیزه اړتیا ده. هغوی له حکومت، طالبانو او نورو مخالفو ډلو غواړي چې د سولې خبرو اترو کې دې دخیل شي، خو د اساسي قانون ارزښتونه له پامه ونه غورځول شي.

جوزجان کې د مدني ټولنې فعاله فرحناز محمدي څرګندوي:«نن چې په دې برخه کې د مذاکرې او مفاهمې موکه رامنځته شوې ده موږ له هغه ملاتړ کوو او په هر ډول چې وي باید د جګړې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.» 

د جوزجان مېرمنې وايي چې په پنځو وروستیو کلونو کې هېواد کې د جګړې له امله څه باندې ۴۰ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي او ډېری کورنۍ بې‎ځایه شوې دي نو پر دې اساس له ځنډ پرته هېواد کې دې جګړه ودرول شي.

د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله نصیبه اریا وايي:«په هره بڼه چې کېږي جګړې او اورلګېدنې ته دې دواړه لوري د پای ټکی کېږي. پرېږدي چې خلک په ارامه ساه واخلي او په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.»

د دغې غونډې ګډونوال، په دې باور دي چې مېرمنې د سولې په ټینګښت کې بنسټیزه ونډه لري له دې امله له حکومته غواړي چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه له پامه ونه غورځوي.

د جوزجان مېرمنې له حکومته غواړي چې غوښتنې یې له طالبانو سره مذاکره کې په ډاګه شي. دا مېرمنې د هغې سولې غوښتونکي دي چې په کې د دوی ازادۍ قرباني نه شي.

شریک یي کړئ