Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جګړه کې زیانمن شوي عسکر د دولت له نه پاملرنې ځورېږي

هرات کې له طالبانو سره مخامخ جګړو او بمي چاودنو کې هغه زیانمن شوي عسکر د حکومت له نه پاملرنې ګیله لري. 

دغه عسکر چې د بدن ځينې غړي يې له لاسه ورکړي، نن د ولایت مقام مخې ته په اعتراضي ډول را ټول شوي و. 

د عبدالمجید په نوم یو تن چې یو لاس يې په بمي چاودنه کې له منځه تللی، که څه هم دنده يې پرېيښې خو لا يې هم د پوځ جامې پر تن دي او له حکومته ګیله لري. 

هغه وايي د قرباني عسکرو په برخه کې حکومت هیڅ پام نه لري، په وینا يې داسې کسان هم شته چې د سږ پوره کال معاش نه دی ورکړل شوی. 

هغه وايي: «معاشونه يې پر وخت نه حواله کېږي، ځينو معلولو نظامیانو ته حتی د سږ کال معاش نه دی ورکړل شوی، هغوی بل کار نه لري، وظیفه نه لر، نه‌شي کولی کار او وظیفه وکړي، په کاري برخه کې معلولو نظامیانو ته هیڅ پام نه کېږي.»

تاج الدین یو بل تن ځوان دی چې پنځه کاله وړاندې يې په پولیسو کې خپلې غبرګې پښې په بمي چاودنه کې له لاسه ورکړې. 

هغه وايي حکومت ورسره د یوې نمرې ځمکې ژمنه کړې وه، خو تر اوسه يې د ځمکې درک نه لګېږي، خو ان خپل معاش يې هم په ځنډ ورکول کېږي. 

تاج الدین طلوع‌نیوز ته وویل حکومت باید دوی ته جدي پام وکړي: «د میاشتې شپږ زره سل افغانۍ کرایه ورکوم، هیله مو دا ده چې حکومت موږ ته پام وکړي.»

محمد نادر یو بل تن معلول عسکر دی، هغه وايي همدا اردو او همدا پولیس دی چې نظام يې ساتلی دی، خو کله چې د مرستې غږ کوي څوک يې نه اوري.

محمد نادر وايي: «چې ورشو، وايي موږ ځمکه نه لرو، چې ورته ووایو مکتوب راکړئ، بیا مو تر سر اړوي، تېر باسي مو، وايي لاړ شئ.»

د هرات د ولایتي شورا غړی عبدالرحیم صالحي هم وايي چې حکومت باید د دې معلولو عسکرو قربانیو ته په درنه سترګه وګوري. 

هغه وايي: «د حکومت وجود د دې خلکو احسان مند دی، زه د خلکو د استازي په حیث بښنه غواړم او د دې عسکرو لاس ښکولوم، دوی خپلې خوږې وینې قرباني کړي او موږ ته يې ازادي راوړې.»

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي دوی د قانون مطابق هڅه کوي چې د قرباني عسکرو حق ورکړي. 

هغه وویل: «هغه څه چې قانوني ورکړل شوي، موږ يې جدي څارو، چې د دوی د امتیازاتو په حواله کولو کې ځنډ را نه شي او زموږ هڅه دا ده چې خپلو مالي امکاناتو ته په کتو د دې خلکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړو.»

یوازې هرات ولایت کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولیونو چارو ریاست کې ۱۳۵ تنه معلول نظامیان ثبت دي، چې امتیازات يې ورکول کېږي. 

دوی دغه امتیازات ناکافي او پر ځنډ بولي، چې په وینا يې باید جدي پام ورته وشي.
 
شریک یي کړئ