Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت د حزب اسلامي ۷۵ تنه بندیان ازاد کړل

حکومت، د حزب اسلامي ۷۵ غړي چې د کابل څرخي‎پله زندان کې بندیان وو، نن له غرمې مخکې ازاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو بندیان د ازادېدو بهیر، څو ځله د ځینو بشري حقونو دفاع کوونکو بنسټونو له خوا د نیوکې له امله ځنډېدلی وه.

که‎څه هم حزب اسلامي وايي چې دا بندیان د حکومت له خوا د سیاسي لاملونو له امله نیول شوي وو، خو د بشري حقونو بنسټونو، هغوی په ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورن وي؛ هغه بریدونه چې په هغه کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د حزب اسلامي بندیان د سولې د هوکړې پر بنسټ چې د تېر کال په تله میاشت کې د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ لاسلیک شو، ازاد شوي دي.

د سولې د دغه هوکړې د ۱۱ مادې پر بنسټ، د حزب اسلامي ټول بندیان چې په سیاسي او امنیتي جرمونو محکوم دي او «حق العبد» نه‎لري، د دوسیو له څېړلو وروسته به ازاد کړل شي.

دا د حزب اسلامي د بندیانو درېیمه ډله ده چې د افغانستان له بندخونو ازادېږي. د روان کال د تلې په ۱۲ د دغې ډلې لومړنۍ ۵۵ کسیزه ډله د څرخي‎پله له زندانه ازاده شوه. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د هغوی ۶۸ تنه ازاد شي، خو د ځینو دلیلونو له امله ۱۳ تنه نور بندیان ازاد نه شول.

خو بیا وروسته دغه ۱۳ تنه بندیان هم ازاد کړل شول.

ګلبدین حکمتیار د روان کال په پسرلي کې له شلو کلونو وروسته هېواد ته راستون شو او خپل سیاسي فعالیتونه یې پیل کړل. دا په داسې حال کې ده چې هغه له حکومت سره د سولې هوکړه‎لیک له لیرې واټن څخه لاسلیک کړی وه او کابل ته را نه غی.  که‎څه هم ولسمشر په همدې مناسبت په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځانګړي مراسم چمتو کړي وو.

د دغه هوکړه‎لیک د لاسلیک په غونډه کې، اجراييه رییس او ځینو نورو دولتي چارواکو او د سیاسي جریانونو مشرانو، په ارګ کې حضور درلود.

شریک یي کړئ