Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالب بندیانو د ازادولو بهیر کې د روڼتیا په اړه پوښتنې

له دولتي زندانونو د طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر له چټکتیا سره هم مهاله په دې بهیر کې د روڼتیا څرنګوالی له پوښتنو سره مخامخ شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې داسې نښې لیدل شوې دي چې په ځینو حالاتو کې یو شمېر طالب بندیان د نورو بهیرونو په چوکاټ کې له زندانونو خوشي شوي دي.

د جمعې په ورځ هم د ګلبدین حکمتیار په مشر د حزب اسلامي د بندیانو یوه ډله د بګرام او څرخلي پله له زندانونو ازاد کړل شول چې د هغوی په منځ کې د طالب ډلې ځينې غړي هم لیدل شوي دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی محمد افضل چې د جمعې په ورځ د حزب اسلامي د بندي په نامه ازاد شوی وايي چې هغه له طالبانو سره د همکارۍ په جرم نیول شوی و: «شل کاله بند مې درلود، یولس کاله مې تېر کړل، نهه کاله مې د حکمتیار د پروسې پر حساب راووتم... د طالب پر جرم یې نیولی وم... هو له طالبانو سره وم.»
افغان حکومت د جمعې په ورځ د حزب اسلامي ۱۶۴ بنیدان د بګرام او څرخي پله له بندخونو ازاد کړل.

له دې مخکې هم هغه کسان چې د طالب بندیانو په نامه د حکومت له خوا ازاد شوي وو د هغوی د پېژاند په هکله هم شکونه شتون درلود او حتا په خپله طالبانو هم په دې اړه نیوکې لرلې دي.

د افغانستان د پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«د دوی په منځ کې، لکه څرنګه چې مې وویل، جنایت کاران هم ازاد کړي چې په دې اړه طالب هېڅ نه خوشحاله کېږي او نه هم د افغانستان ملت. دوی دې هڅه وکړي چې پر دې یو اندازه مطالعه ولري او دقیقاً هغه کسان ازاد شي چې طالب غوښتي دي.»

خو د ملي امنیت شورا دفتر ټینګار کوي چې له دولتي زندانونو د بندیانو خوشي کېدل د هغه نوملړ له مخې کېږي چې له دوی سره دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په دې اړه څرګندوي:«د طالب بندیانو د ازادولو بهیر د هغه نوملړ پر بنسټ پر مخ ځي چې د طالبانو د تخنیکي ډلې له خوا افغان حکومت ته په کابل کې ورکړل شوی دی.»

په دغه راز وضعیت کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله د هېواد د سولې په بهیر کې ښه نښه بولي.

ښاغلي عبدالله په دې اړه وویل:«د بندیانو تبادله چې یوه ډېر د پام وړ شمېر ته رسېدلی؛ دې ښه شرایط رامنځته کړي دي.»

له دولتي او د طالبانو له زندانونو د بندیانو خوشي کول د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلولو لپاره اصلي ګامونه بلل کېږي.

له پنځه زره طالب بندیانو څخه چې دغه ډله یې د خوشي کولو غوښتونکې ده تراوسه کابو دوه زره تنه خوشي شوي دي.

په مقابل کې طالبانو هم د افغان حکومت له زرو بندیانو چې د دې ډلې په بند کې دي کابو درې سوه تنه خوشي کړي دي.
 
افغان حکومت تراوسه دوه زره طالب بندیان ازاد کړي دي او د ولسمشر د فرمان پربنسټ ټاکل شوې ده چې زر طالب بندیان هم ازاد کړل شي.

شریک یي کړئ