Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د طالب بندیانو د ازادولو بهیر په مؤقت ډول ځنډولی

حکومت اعلان کړی چې د طالب بندیانو د ازادولو بهیر یې په مؤقت ډول درولی دی.

د ملي امنیت د شورا د دفتر ویاند، جاوید فیصل چې نن(دوشنبې د غويي په ۲۲مه نېټه) یې کابل کې د خبري ناستې پر مهال خبرې کولې، وايي، تر هغې چې طالبان له دوی سره په بند کې ۲۰۰ افغان سرتېري ازاد نکړي، دوی به د طالب بندیانو د ازادولو بهیر په مؤقت ډول ودروي.

ښاغلی فیصل وايي چې طالبانو تر اوسه له بنده ۱۰۵ دولتي بندیان ازاد کړې دي، په داسې حال کې چې حکومت د یادې ډلې ۱۰۰۰تنه بندیان ازاد کړي دي.

هغه وړاندې وايي:«هېواد کې د سولې لپاره طالبانو تر اوسه طرحه نه ده وړاندې کړې، د افغانستان د خلکو پر وړاندې یې تاوتریخوالی نه دی کم کړی او د سولې هوکړې له مخې یې زندانیان نه دې ازاد کړي.»

نوموړی زیاتوي چې طالبانو لا هم پر تاوتریخوالي باور لري او د خلکو په وژنو لاس پورې کوي.

د ملي امنیت د شورا ویاند څرګندوي چې طالبانو تر اوس ۱۷۱ بندیان ازاد کړي او له ډلې یې یوازې ۱۰۵ افغان سرتېري دي او پاتې نور ملکي کسان دي.

له دې سره هم مهاله قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند، سهیل شاهین هم نن په فاریاب او باغیس کې د ۵۳ بندیانو له ازادولو خبر ورکړ.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه حکومت تر ۵زره طالب او یاده ډله هم زر افغان سرتېري له بنده ازاد کړي.

ټاکل شوې وه دا بهیر د تېر کال د کب میاشتې تر شلمې یعنې له هوکړې وروسته له لسو ورځو کې بشپړ شي، خو اوس د دریوو میاشتو په تېرېدو سره هم دا بهیر نه دی بشپړ شوی.

تمه کېږي چې د بندیانو ازادولو بهیر بشپړېدو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.‎

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت ۱۰۵ تنه بندیان له بنده ازاد کړي دي؛ په داسې حال کې چې حکومت د یادې ډلې زر بندیان ازاد کړي دي

شریک یي کړئ