د څارګرې ملي ادارې پخوانی مشر رحمت الله نبیل او د سولې چارو شنوونکي وايي چې ولسمشر غني د پنځه زره طالب بندیانو په خلاصون کې له ځند سره، ملي ګټې د شخصي او ډله ییزو ګټو قرباني کړې دي.
دغه شنوونکي یاد بهیر کې ځنډ د تاوتریخوالي دوام او د پوځي او ملکي مرګ ژوبلې د زیاتوالي لامل ګڼي او وايي چې د بندیانو د خوشې کېدو او د سولې خبرو نه پیلېدو بیه د دې هېواد خلکو پرې کړې ده.
ښاغلی نبیل وايي، حکومت د بندیانو د خوشې کولو په کار کې ملي ګټې په پام کې نه دي نیولي او که چېرې د سولې د خبرو په بهیر کې هم له همدې لیدلوري سره چلند وشي؛ نو بیا به هم د افغانستان خلک د هغه بیه پرې کړي.
د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل په دې اړه وویل:«د ۵۰۰۰ تنو د خلاصون ځنډول، تر ډېره د ملي ګټو پر ځای د شخصي او ډله ییزې منافعو په ګټه وه، د دې لپاره تر کومه ځایه چې ما اورېدلي دي، د لوړې په مراسمو کې یو شرط دا و چې زموږ ستاسو د لومړې مراسمو ته نړیوال رسمیت ورکوو، خو شرط یې دا دی چې ۵۰۰۰ زره بندیان تاسې ازاد کړئ. »
د افغانستان د ملي پیوستون ګوند مشر سید اسحق ګیلاني وايي:«د واک یو ډول ښودل وو چې افغان حکومت د افغانستان خلکو او نړیوالو ته څرګنده کړي چې لا هم واک زموږ په لاس کې دی. او د پردیو پر خوله بندیان نه ازادوو.»
د سولې چارو څارونکي وايي، ولسمشر په قصدي ډول غواړي چې د سولې بهیر پڅ شي.
ښاغلي نبیل په دې اړه څرګنده کړه:«د دوی بحث دا دی که چېرې د امریکا ټاکنې پیلېږي، که چېرې پایله بدلون مومي، یا لږ تر لږه اوسنی سیسټم پاتې کېږي. شونې ده چې په فکر کې یې بدلون راشي او موږ وکړای شو د خپل پنځه کاله پوره کړو.»
د سیاسي چارو شنوونکی نورالرحمان لېوال هم وویل:«یوزاې د بندیانو نه پرېښودلو ته خنډ کېدل نه دي بلکې حکومت د سولې هر ګام ته ځکه خنډ دی چې په سوله کې دوی د خپل حکومت پایښت نه ویني.»
د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې پنځه میاشتنی ځنډ چې د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل په برخه کې د ځنډ لامل شو، هم نیوکې راپارولې دي.
د کابل اوسېدونکی حشمت وايي:«کله چې افغان دولت غوښتل ۵۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړي ولې یې په لومړي سر کې ټول نه ازادول؟ چې نن موږ د ملکي او پوځي مرګ ژوبلې شاهد یوو.»
د کابل بل اوسېدونکی محمد حکیم منور هم وویل:«حکومت دا پرېکړه وکړه او که چېرې دا پرېکړه یې په خپل ټاکلي وخت کړې وای، موږ به دومره مرګ ژوبله نه لرله.»
د پلازمېنې اوسېدونکی عبدالواسع هم زیاتوي:«۴۰۰ طالب بندیان چې ازاد شول په افغانستان کې دې یوه سرتاسري سوله راولي.»
سره له دې چې، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې پر بنسټ، پنځه زره طالب بندیان باید د یادې هوکړې له لاسلیک وروسته شاوخوا پنځه میاشتې مخکې آزاد شوي وای؛ خو دغه بندیان بالاخره د ولسمشر غني د دریځونو په بدلون سره په پنځو میاشتو ځنډ سره ازاد شول.