Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت: د طالب بندیانو د خلاصون بهیر به ترڅو ورځو پای ته ورسېږي

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن سې شنبې (د غوايي په ۱۶مه) وویل چې د حکومت له بندخونو د طالب بندیانو لومړی بهیر به تر راتلوونکو څو ورځو پای ته ورسېږي.

د ملي امنیت شورا د شمېرو پربنسټ، حکومت تراوسه ۹۵۰ طالب بندیان ازاد کړي دي او تر راتلوونکو څو ورځو به ۵۰۰ نور بندیان به هم ازاد کړل شي او د ازاد کړل شویو بندیانو شمېر به ۱۵۰۰ تنو ته ورسېږي.

ښاغلي فیصل په دې اړه وویل:«طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري او هره ورځ د تاوتریخوالي شاهد یوو او د افغانستان خلک په شهادت رسوي.»

تېره ورځ حکومت افغان حکومت ۱۰۲ تنه طالب بندیان د ولسمشر د حکم پر بنسټ ازاد کړل.

محمد یونس یو له هغو بندیانو دی چې تازه د افغان حکومت له بنده ازاد کړل شوی وايي:«د طالب په جرم نیول شوی وم او ۹ کاله په بند کې وم، او درې کاله مې بند کې تېر کړل او شپږ کاله نور مې پاتې دي، د سولې بهیر د هڅو په پایله کې، ازاد شوم او هیله لرم چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.»

ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د دغو بندیانو له ازادېدو هرکلی کوي او وايي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پيل لپاره باید د بندیانو د ازادولو بهیر چټک شي.

د طالبانو پخواني غړي هم وايي چې د بندیانو له ازادولو سره، طالبان به په هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

له طالبانو سره د حکومت مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي:«له طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوي اړین چمتووالی نیولی او موږ د افغانستان جمهوري د مشرتابه د لارښونې او همدارنګه د مذاکراتو د پیل لپاره د وخت او ځای د تعیین په تمه یوو.»
 
ځينې سیاسي څېرې او د طالبانو پخواني غړي هم د حکومت له خوا د طالب بندیانو ازادول په هېواد کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره اغېزناک ګڼي.

د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر اغا وايي:«حکومت ته وایم کله چې تاسې د اوربند غوښتونکي یاست، هغوی هم د کورونا ویروس د خپرېدو لپاره، هغه بندیان چې ستاسو په بند کې دي، ولې د کورونا د خپرېدا په پار نه ازادوئ چې دا بهیر د اوربند او د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پيل او د هر څه لپاره زمینه برابره وي.»

د سیاسي چارو شنوونکی محمد امین وقاد هم وویل:«راځئ چې د پردیو په لارښونې که په دولت کې هم یوو او یا هم په بل لوري کې د خپل شو او اتفاق وکړو.»

د طالبانو بل غړی مولوي قلم الدین هم وايي:«که چېرې د طالب د هوکړه لیک پر خلاف عمل کوي ملامت دی. او که چېرې حکومت سرغړونه کوي نو د واک وږی دی.»

طالبانو تراوسه د ۱۱۰ حکومتي ځواکونو له ازادېدو خبر ورکړی دی. تمه کېږي د بندیانو د تبادلې له پای سره د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

د ملي امنیت شورا د شمېرو پربنسټ، حکومت تراوسه ۹۵۰ طالب بندیان ازاد کړي دي او تر راتلوونکو څو ورځو به ۵۰۰ نور بندیان به هم ازاد کړل شي.

شریک یي کړئ