Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې ۵۹۷ تنه نه ازادوي'

د بندخونو د چارو تنظیم اداره وايي چې د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې چې ټاکل شوې وه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پربنست ازاد شي، افغان حکومت ۵۹۷ تنه به ازاد نه کړي.

د دغې ادارې رییس احمد راشد طوطاخېل رییس  وايي هغه نوملړ چې د بندیانو د ازادولو لپاره افغان حکومت ته سپارلی دی، د هغو کسانو نومونه لیدل کېږي چې په جنايي او اخلاقي جرمونو بندیان شوي دي. 

د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې رییس احمد راشد طوطاخیل په دې اړه وویل:«هغه وژونکي چې د حق العبدي مسله ده په نوملړ کې یې (طالبانو) ده او افغان دولت مقاومت کړی چې دا مسله حق العبدي ده او قانون اجازه نه ورکوي. اعدامي کسان او حتا اخلاقي جرمونو مسایل، جنسي تېري یې هم د طالب په عنوان ویلي دي چې موږ ته یې تسلیم کړئ.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر بنسټ، افغان حکومت باید د طالبانو تر پنځه زره بندیان او همدارنګه طالبان هم د حکومت زر بندیان باید ازاد کړي. 

افغان حکومت وایي چې تر اوسه یې  ۴۰۱۵ طالب بندیان خوشي کړي دي او ټاکل شوې ده چې د ولسمشر د خبرو له مخې د طالبانو ډلې د بندیانو خوشي کېدل به په دې اوونۍ کې هم دوام ومومي.

طالب ډلې هم تراوسه څه باندې ۵۰۰ دولتي ځواکونه چې له دوی سره اسیر وو ازاد کړي دي. طالب ډله په خپل نوملړ کې د جنايي او اخلاقي جرمونو په نامه د مجرمینو شاملېدل ردوي او وايي چې په دې نوملړ کې د هغو طالب غړو نومونه دي چې د طالب والي په تور نیول شوي دي.

د زندانانونو د تنظیم د چارو اداره دا احتمال نه ردوي چې د طالب ډلې په خوشي شویو کسانو کې د دې ډلې مهم او خطرناک کسان هم شامل وو.

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق څرګنده کړه:«د سیاسي هوکړې پربنسټ د پنځه زره بندیانو ازادول دي نه دي ویلي شوي چې احمد او یا محمود دې ازاد شيږ طالبانو ته باید د هغوی د اسیرانو ازادول مهم وي نه مشخص کسان.»

له دې ټولو سره سره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومته غواړي چې د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو په بهیر کې د حق العبد او د جنګي جنایتونو د کوونکو موضوع  ته پاملرنه وکړي.
 
د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ وايي:«د بندیانو په پېژندلو کې ځینې اندېښنې شته چې موږ له طالبانو، حکومت او امریکا غواړو چې باید ځواب ووايي چې ډاډ ترلاسه شي.» 

شریک یي کړئ