Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"حکومت له هېواده بهر ته د څو افغان ډیپلوماټانو د تګ مخنیوی کړی"

یو شمېر سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې حکومت په دې وروستیو کې له هېواده بهر د څو ډیپلوماټانو د تګ مخه نیولې ده.

سرچینه وايي، ټاکل شوې وه دا ډیپلوماټان له هېواده بهر نوي ماموریتونه پيل کړي، خو بهرنیو چارو وزارت مخکې له هغې چې دغو ډیپلوماټانو ته خبر ورکړي، د هغوی د نويو ماموریتونو د پيلولو مخه نیولې ده.

د دغې شرچیې په وینا، یو له دغو په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي مستشار ډيپلوماټانو عظیم ورسجي دی، کله چې ښاغلی ورسجي د کابل په هوايي ډګر کې و او غوښتل یې نیویارک ته ولاړ شي، د تګ مخه یې ونیول شوه. 

ښاغلی ورسجي چې په یاد وزارت کې د کار مخینه هم لري څه موده مخکې په نیویارک کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د مستشار په توګه معرفي شوی دی.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینو هم د دغه خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې، د یاد وزارت مسوولین د اصلاحاتو پر راوستو بوخت دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود په دې اړه وویل:«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دغې طرحې د تحقق په درشل کې، ځينې ګامونه پورته کړي دي. دا اصلاحات د ډیپلوماسۍ، ډیپلوماټانو ، اداري او په ټولو برخه کې به عملي شي.»

سره له دې چې، بهرنیو چارو وزارت په دغه بنسټ کې د اصلاحاتو د راوستو د څرنګوالي او نورو جزییاتو په اړه څه نه وايي؛ خو د ولسي جرګې غړي وايي چې، په یاد وزارت کې د اصلاحاتو تر نامه لاندې سلیقه‎وي چلند هم کېږي.

د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم په دې اړه وايي:«که چېرې اصلاحات د اقوامو د پاکولو لپاره وي، د تبعیض لپاره وي، د توکم پالنې او تعصب لپاره وي؛ په واقعت سره چې دا کار به افغانستان څو کاله شاته ستون کړي.»

د ولسي جرګې غړې حمیده احمدزۍ څرګندوي:«د وړتیا اصل دې په نظر کې ونیسي او دوی دې د قوم، طرف او ژبې پر بنسټ ګومارنې نه کوي.»

د بهرنیو چارو وزارت او ولسمشرۍ ترمنځ اختلافونه له هغې وروسته رسنیز شول چې کابو دوه میاشتې مخکې ولسمشر حکم وکړ څو «د بهرنیو چارو وزارت کې د فساد تورونه» وڅېړي، خو د ولسمشر فرمان د اجراییه رییس عبدالله عبدالله له خوا بابېځه وګڼل شو.

له هغې وروسته کله چې ولسمشر د دغه وزارت د پخواني ویاند د لیرې کولو لپاره فرمان صادر کړ، دا فرمان هم د عبدالله عبدالله له خوا رد کړل شو.

د دغو ډغرو وهلو په پایله کې، صلاح الدین رباني چې د پنځو کلونو لپاره د بهرنیو چارو وزارت وزیر او سرپرست و، له خپل مقام څخه استعفا وکړه او ولسمشر غني هم د دغه وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او ګران هېواد یې هم د ویاند په توګه معرفي کړل. 

ولسمشرۍ ماڼۍ دا خبره تاییدوي او وايي، د بهرنیو چارو وزارت په دیپلوماتیکو او اداري برخو کې د اصلاحاتو راوستلو په حال کې دی.

شریک یي کړئ