Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت کې نوې ګومارنې؛ ایا د حکومت په اړه د غني لیدلوري بدلون کړی؟

ولسمشر غني په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو، مالیې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او همدارنګه د ولسمشرۍ دفتر ریاست او هرات ولایت لپاره نوې چارواکي ټاکلي دي.

په څو وروستیو ورځو کې، اشرف غني ځينې کسان لکه محمد شاکر کارګر د خپل دفتر د رییس، داوود سلطان زوی د کابل ښاروال، محمد ایوب سالنګي د سیمه ییزو ارګانونو د مالي او اداري مرستیال او سید وحید قتالي هم د هرات د والي په توګه ګومارلي دي.

هغه همدارنګه محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند، عبدالهادي ارغندېوال د مالیې وزارت د سرپرست او نوماند، طاهر زهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست او نوماند او احمد ضیا سراج یې د ملي امنیت د نوماند په توګه معرفي کړي دي.

دغه نوې ګومارنې د حکومتوالۍ په هکله د ولسمشر په پخواني لیدلوري کې یو ډول تضاد ښيي.

اشرف غني د ملي یووالي حکومت په لومړیو ورځو کې کله چې احمد ضیا مسعود یې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړ، ویلي و چې، حکومتوالي یوه پروژه نه ده او هر دولتي چارواکی باید د خپلو واکونو تر کچې کار وکړي.

هغه د ۱۳۹۳ کال د لړم په میاشت کې ویلي و:«د ولسمشر په توګه زه غواړم چې واکونه مې محدود شي. محدود په دې مانا چې قانون بدلون وکړي؛ محدود په دې مانا چې قانون زما واکونه او د دولتوالۍ مشخص معیارونه وټاکي، موږ له دې جنجاله چې څوک په کوم ځای کې؟ د کومې واسطې او اړیکې له مخې ګومارې؟ وژغوري.»

اشرف غني دوه ورځې مخکې، محمد داوود سلطان زوی یې د کابل ښاروال په توګه وګوماره. خو اشرف غني د ملي یووالي حکومت په لومړي کال کې د خلکو له لوري د ښاروالانو د ګومارلو او د هغوی پر کار د څارنې خبره کړې وه:«د کابل هره ناحیه او د کابل ښاروالۍ، زما وړاندیز تاسو ته دا دی چې د خلکو له خوا تاسو ته نمره درکړل شي. د ولسي ازموینې یو کارټ جوړ کړئ، ښاروال صاحب ته هم نمره ورکړئ، ښاروالۍ ته هم نمره ورکړئ، هر ناحیې او هر ګذر ته نمره ورکړئ ترڅو موږ د خلکو غږ په نېغه توګه واورو چې ستونزې څه ډول حس کوئ او فعلي اداره څه ډول ارزوئ.»

د تېرکال په کب میاشت کې کله چې، محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه؛ نو د ټولو په سلا سره د حکومت پر جوړولو یې ټینګار وکړ.

هغه ویلي و:«له پراخو او هر اړخیزو مشورو وروسته، داسې حکومت به جوړ کړو چې ټول ګډونه او ټولو ته د خوښې وړ وي.»

د کابل پوهنتون د حقوق پوهنځۍ استاد نصرالله ستانکزی وايي چې ولسمشر باید د قانون پر بنسټ عمل وکړي او په ادارو کې د ټاکنې اصل باید تخصص او وړتیا وټاکي:«د افغانستان د اساسي قانون پربنسټ باید عمل وکړي. د وړتیا اصل باید په پام کې ونیسي، تخصص په پام کې ونیسي، ژمنه په پام کې ونیسي او زده کړې په پام کې ونیسي.»

په داسې وضعیت کې، د عبدالله عبدالله ډله چې په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې ځان بریالی بولي؛ د اشرف غني له لوري دغې ګومارنې د ناورین رامنځته کولو پیلامه بولي.

د عبدالله عبدالله یو له ویاندویانو فریدون خوځون په د اړه وايي:«په بیړنیو پرېکړو لاس پورې کوي چې فکر کوم دا د کړکېچ له حل سره مرسته نه کوي؛ بلکې کړکېچ لا زیاتوي.»

داسې پتېل کېږي چې، په راتلونکو ورځو کې، د اشرف غني د کابینې نور غړي به هم معرفي او د رایې اخیستنې لپاره به ولسي جرکې ته ولیږل شي.

له دې سره جوخت د عبدالله او غني تر منځ د رامنځته شوي سیاسي جنجال د هواري لپاره هم هڅې روانې دي.

د عبدالله عبدالله ډله چې په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې ځان بریالی بولي؛ د اشرف غني له لوري دغې ګومارنې د ناورین رامنځته کولو پیلامه بولي.

شریک یي کړئ