Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خامنه‎يي:افغان ماشومان باید د ښوونې له حقه بې برخې نه‎شي

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه‎يي وايي چې افغان کډوال ماشومان باید په ایران کې بې برخې نه‎شي؛ حتا هغوی چې پېژاند کارت هم نه‎لري او په ناقانونه توګه په ایران کې ژوند کوي.

ښاغلي خامنه‎يي د خپل ټوېټر په پاڼه لیکلي دي په ایران کې ښوونځي باید د افغان کډوالو نوم لیکنه وکړي او پر هغوی باید محدودیت وضع نه‎شي.

هغه لیکلي:«په ایران کې هېڅ افغان ماشوم؛ حتا هغوی چې په ناقانونه توګه په ایران کې ژوند کوي،باید د ښوونې له حقه بې برخې نه‎شي. ښوونځي باید د هغوی نوم‎لیکنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې هم د ایران دولت د افغان کډوالو د ماشومانو د پېژندنې لپاره یو لړ پروګرامونه په لاره اچولي وو، خو دغو پروګرامونو د دغو ماشومانو له ستونزو څه کم کړي نه وو.

شریک یي کړئ