Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد: افغانان له جګړې ستړي شوي دي؛ جګړه د حل لار نه ده

د افغان سولې بهیر په تړاو د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تېره ورځ(جمعه د غويي په ۲۶مه نېټه) د افغانستان حالاتو په تړاو د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور ورکووني پروګرام کې چې په انلاین توګه ترسره شو، ګډون وکړ او هېواد کې یې د وروستیو تاوتریخوالی، ننګرهار او کابل بریدونو په تړاو خبرې وکړې.

خلیلزاد هېواد کې د وروستیو بریدونو په غندلو سره وویل:«زه غواړم وحشیانه بریدونه چې ترسره شول، وغندم، په ځانګړې توګه پر زیږنتون برید. موږ د افغانستان له خلکو شره غمشریکي کوو او د دوی پر حالت پوهېږو. زه پوهېږم چې دوی له جګړې ستړي شوي دي او غواړي چې جګړه پایته ورسیږي، او موږ له دوی سره پاتې کیږو.»

سې شنې د کابل دشت برچي کې سیمه کې پر زیږنتون برید کې ۲۴ تنه ووژل شول چې ډېر شمېر یې امینداوره ښخې او دوه تازه نړۍ ته راغلي ماشومان وو.

دغه برید هېواد کې د ننه او بهر له وغندل شو.

خلیلزاد چې افغانستان کې د سولې راوستو ماموریت پرغاړه لري، وايي چې وروستو بریدونو د دغه بریاليتوب په تړاو پوښتې راپورته کړې دي.

هغه ټنیګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه:«اجماع شته ده، څه افغانستان کې او څه هم د نړیوالې ټولنې په کچه دا چې افغانستان کې د جګړې پایته رسیدو لپاره پوځي لاره نشته، افغانستان کې د جګړې پایته رسیدو لپاره سیاسي حل لار او د سولې یوه هوکړه اوسنیو حالاتو کې اړینه ده.»

دغه امریکايي چارواکي له ډېرو هڅو وروسته د روان زیږدیز کال د فبروري میاشتې په وروستیو کې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لاسلیک کړه:«د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د سولې تامین لپاره تاریخي موکه برابروي.»

نوموړي د جګړې له ټولو غاړو غوښتنه وکړه چې تاوتریخوالی پایته ورسوي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«موږ له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې جګړه پایته ورسوي. موږ له افغانانو غوښتنه کړې چې سره جوړ شي او له دې تاریخي فرصته استفاده وکړي. موږ همداراز له اشرف غني او عبدالله هم غوښتي دي چې سیاسي هوکړې ته ورسیږي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.»

په داسې حال کې چې نړیوال افغانستان کې له ښکیلو غاړو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي، خو په دې وروستیو کې دغې ښکارندې زور اخیستی دی.

د افغان حکومت د مالوماتو له مخې طالبانو د سولې له هوکړې وروسته هره ورځ ۵۵ بریدونه کړي او په ترڅ کې یې ۷۸۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند، جاوید فیصل ویلی وو:«طالبانو بریدونه کې زیاتوالی راوستلی او د خلکو د غوښتتنو خلاف بریدونه کوي چې دا د سولې بهیر ته زیان رسوي.»

مخکې له دې ولسمشر غني پر طالبانو غږ کړی وو چې د روژې میاشتې په خاطر اوربند وکړي، خو طالبانو یې غوښتنه رد کړه.

طالبانو هم ادعا وکړه چې د وري میاشتې راهیسې امریکایانو پر طالبانو ۵۰ بریدونه کړي او دغه هېواد یې د سولې هوکړې پر نقض تورن کړ.

یو سند چې په ځانګړې توګه طلوع نیوز ته رسیدلی د طالبانو سیاسي دفتر په کې ادعا کړې چې امریکا د مارچ میاشتې له نهمې بیا د اپریل تر لسمې پر طالبانو ۳۵ بریدونه کړي دي.

هغوی ویلي دي چې ۱۷ بریدونو کې یې ۱۷ غړي وژل شوي او ترڅنګ یې ۵۶ ملکي کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی.

له امریکا سره د طالبانو هوکړه له ستونزو سره مخامخ شوې ده او له ډلې یې د بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ هم دی.

افغان حکومت تر اوسه زر طالب بندیان ازاد کړي، او طالبانو هم ۲۵۳ تنه د افغان حکومت بندیان خوشې کړې دي.

خلیلزاد تېره ورځ همداراز وویل چې داعش ډله نه غواړي چې افغانستان کې سوله راشي. هغه وویل چې داعش خپلې ګټې د افغانستان په سوله کې له زیان سره مخامخ وینی او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

خلیلزاد چې افغانستان کې د سولې راوستو ماموریت پرغاړه لري، وايي چې وروستو بریدونو د دغه بریاليتوب په تړاو پوښتې راپورته کړې دي

شریک یي کړئ