Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: امریکا تمه لري چې طالب بندیان ژر خوشې شي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي، امریکا تمه لري څو ددغه هېواد او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړې له مخې طالب بندیان ژر له بنده خوشې شي.

هغه د خپلو ټویټونو یوې لړۍ کې ویلي دي چې تر اوسه هېڅ طالب بندي نه دی خوشې شوی، په داسې حالې کې چې افغان حکومت او طالبانو د دغه کار لپاره هوکړه کړې وه:« متحده ایالتونه غواړي چې د متحده ایالتونو او طالبانو د توافق سره سم، د بندیانو خلاصون ژر تر ژره پیل شي ـ که څه هم دواړو غاړو ژمنه کړې چې داسې به کوي، خو تر دې نیټې هیڅ بندیان ندي خوشې شوي.»

خلیلزاد زیاته کړې ده:«د کرونا ویروس د بندیانو خوشي کولو ته چټکوالی بخښلی، وخت ارزښت لري. موږ د خپلې ونډې پلي کولو ته ژمن یوو او د ټولو خواوو په مشورې سره امریکا په دې پوهیږي: ۱- د دواړو خواوو تخنیکي ډلې کولی شي چې سره کار وکړي او د په چټکی سره د زندانیانو خوشې کولو کې تمرکز وکړي. زه به لومړنیو ناستو کې ګډون وکړم. ۲ـ که څه هم چې مخامخ ناستې اړینې دي، خو د کرونا ویروس له کبله محدودیتونه رامنځته کیږي او اوسمهال مجازي اړیکې ضروري دي.»

خلیلزاد ټنیګار کوي چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه کې ژمنه کړې چې خوشې شوي بندیان به یې د جګړې ډګرونو ته نه ځي:«‎طالبان ژمنه کوي چې خوشې شوي بندیان به د سولې په توافقنامه کې شوې ژمنې مني  او د جګړې ډګرو ته به نه ستنيږي. د دې کار نقض به د سولې بهیر زيانمن کړي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کړې ده چې په رسنیو کې له پاروونکو خبرو ډډه وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې چې د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه قطر کې لاسلیک شو، ویل شوي چې افغان حکومت به ۵زره طالب بندیان او یاده ډله به ۱۰۰۰ افغان سرتېري چې له طالبانو سره دي خوشې کوي.

ټاکل شوې وه دا لړۍ د هوکړې له لاسلیکه لس ورځې وروسته پلې شي، خو د ولسمشر غني لخوا د شرایطو رامنځته کولو له کبله دا کار نه دی شوی.

ولسمشر غني که څه هم په تدریجي توګه د بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړی، خو ویلي دي چې بندیان دې ژمنه وکړي چې بیا د جګړې ډګر ته نه ځي او تاوتریخوالی به هم کمیږي.

خو طالبانو په تدریجي ډول د بندیانو له خوشې کولو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې ټول بندیان باید یوځای خوشې شي.

زلمی خلیلزاد چې بیا کابل ته راغلی وايي، طالبانو ژمنې کړې دا چې له بنده خوشې کېدونکي بندیان به یې د جګړې ډګر ته نه ځي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه