Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: تمه لرو څو ورځو کې د طالب بندیانو د ازادۍ بهیر بشپړ شي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې څو راتلونکو ورخو کې به د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو بهیر بشپړ شي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر پاڼې د مشورتي لویې جرګې له هرکلي سره ویلي دي چې د بندیانو د ازادۍ بشپړېدو سره به د افغان حکومت مرکچي پلاوی به دوحې ته د خبرو په موخه سفر وکړي.

هغه همداراز لیکلي دي:«موږ تمه لرو چې تر څو راتلونکو ورځو پورې  د بندیانو د ازادی بهیر بشپړ شي، وروسته به د حکومت مرکچي پلاوی دوحې ته سفر وکړي او د افغانانو ترمنځ د خبرو پړاو به پیل شي.»

خلیلزاد همداراز بیان کړې چې امریکا حاکمیت لرونکي، ډموکراټ او یو موټي افغانستان په لټه کې دی چې دغه هېواد کې سوله له ګاونډیو سره یې ده او نړیوالو لپاره هم ګواښ نه وي:«نن موږ یو ګام نیږدې یوو.»

د امریکا ځانګړي استازي ټنیګار کړی دی هېواد یې ۱۹ کاله د افغانستان د خلکو ملاتړ کړی او اوس به هم د افغان ښځو او نارینه وو چې هیله یې پایداره سوله ده او دغې هیلې ته یې د رسېدو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغان حکومت په بند کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په تړاو د رایې  ورکړې په تړاو د سولې مشورتي لویه جرګې د یادو بندیانو د ازادول تایید کړل.

دغه پریکړه د جرګې په دریمه ورځ ولوستل شو، په دریم بند کې یې د بندیانو پر ازادولو ټینګار شوی دی.

دغه بند کې راغلي:" جرګه د مذاکراتو د پیل پر وړاندې د شته خنډونو د لیري کولو، د وینو له تویدو د مخنیوي او همداراز د وګړو د مصلحت او خیر لپاره د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو نظر تاییدوي."

د امریکامتحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې افغان حکومت به بند کې ۵۰۰۰ طالب بندیان له بنده ازاد کړي، څو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو، اوربند او هېواد کې سولې ته زمینه برابره شي، خو افغان حکومت د ۴۰۰ بندیانو ازادۍ سره اختلاف درلود چې ګواکي دغه کسان په درنو جرمونو تورن دي.

د جرګې په پرېکړه لیکه وروسته ولسمشر غني په خپله وینا کې که څه هم دغه پرېکړه سخته وبلله خو یې ویل چې د یاد شمېر بندیانو د ازادۍ حکم به لاسلیک کړي او دغه بندیان به ازاد شي.

شریک یي کړئ