روسي رسنیو د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی چې دغه هېواد چمتو دی ترڅو د افغانستان په اړه له ناټو او امریکا سره خپلې همکارۍ له سره پیل کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی صمیر کابلوف وايي چې مسکو چمتو دی چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره له ناټو او واشنګټن سره خپلې همکارۍ له سره پیل کړي.
ښاغلی کابلوف وايي کهڅه هم تراوسه روسیې په رسمي توګه د افغانستان په اړه د ټرمپ له ادارې سره اړیکه نه ده لرلې،خو هر کله چې د امریکا متحده ایالاتونه وغواړي چې په دې اړه له روسیې سره خپلې همکارۍ له سره پیل کړي مسکو هغه ته چمتو دی.
هغه زیاته کړه:«له کومه ځای چې په موږ پورې اړه لري،موږ چمتو یوو ترڅو په افغانستان کې له ناټو او امریکا سره د خپلو ځینو ګډو مسایلو د حل لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.»
د اوکرایین د جلا غوښتونو څخه د ملاتړ له امله پر روسیې د امریکا له بندیزونو څخه وروسته روسیې د افغانستان په اړه له ناټو او امریکا سره خپلې همکارۍ وځنډولې.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن د امریکا د سنا په یوې غونډه کې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په مسایلو کې او همدارنګه له طالبانو سره د روسیې لاس لرل ژور شوي دي.