Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دامنیت له خوا د داعش قومندان او د رخشانې د سنګار د عامل خوشي کېدل

د غور والي غلام ناصر خاضع وايي چې د ملا سعدیار په نامه د داعشیانو یو قومندان چې د لسګونو مُلکي کسانو او همدارنګه د رخشانې په سنګسار کې یې لاس درلود،له بند څخه خوشې شوی.د داعش دغه قومندان دوه میاشتې وړاندې هغه مهال چې د درملنې لپاره د فیروز کوه ښار روغتون ته تللی وه،ونیول شو.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي دوه میاشتې وړاندې رسنیو ته ویلي وو:« مولوي سعدیار د داعش ډلې یو قومندان دی چې د درملنې لپاره روغتون ته راغلی وه چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوی.مولوي سعد یار هغه څوک دی چې د رخشانې د سنګسار حکم یې ورکړی وه او همدارنګه د دغه ولایت د اوسېدونو په وژلو تورن دی.»

د غور امنیه قومندان جنرال مصطفی محسني دوه میاشتې وړاندې د مولوي سعدیار د نیولو پر مهال ویلي وو:«موږ مولوي سعدیار مو ونیو او د داعش دغه قومندان د څو امنیتي ځواکونو د وژلو حکم هم ورکړی وه او د داعش د دغه قومندان د حکم پر بنسټ څو تنه امنیتي ځواکونه او همدارنګه د غور اوسېدونکي وژل شوي دي.»

خو د داعش د دغه قومندان له نیولو د دوو میاشتو په تېرېدو سره هغه بېرته له زندانه غلمین سیمې ته لېږدول شوی دی.

خو د غور والي له طلوع نیوز سره په ټلېفوني خبرو کې وايي چې د داعش دغه قومندان د نوموړي ولایت د ملي امنیت ریاست لخوا خوشی شوی دی.

د غور د ملي امنیت ریاست دا کار د مدني ټولنې او د دغه ولایت د اوسېدونکو له توند غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د فیروز کوه ښار د شورا رییس سلطان احمد څرګنده کړه:«د غور د سیمه‎ییزو چارواکو له خوا د مولوي سعدیار خوشې کېدل د دغه ولایت د شهیدانو وینو ته ستر خیانت دی.»

د غور د ولایتي شورا رییس چې د داعش د دې قومندان په ضمانت پاڼه کې یې لاسلیک کړی وايي مولوي سعدیار له امنیتي ادارو او د سولې له عالي شورا سره په تفاهم خوشی شوی ترڅو غلمین ته ستون او نور ترهګرو د سولې له بهیر سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

د غور د ولایتي شورا رییس  فضل الحق احسان زیاتوي:«موږ د ښاغلي سعدیار له خلاصون څخه هرکلی کوو د دې لپاره چې هغه ژمنه کړې چې خپل ډېری کسان د سولې له بهیرسره یوځای کوي که‎چېرې دغه کار عملي شي نو په غور کې سوله تینګېږي.»

په همدې حال کې د غور یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت حکومتي بنسټونه د ولسي وګړو له وینو سره لوبې کوي.

په غور کې د طالبانو د تش په نوم والي مرستیال مولوي احمدشاه، طالب قوماندان مولوي علاوالدین او قاري رحمت الله چې د ملکی خلکو په وژلو تورن دي هغوی هم له دې مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا له نیول کېدو وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي شوي دي.

شریک یي کړئ