د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کېدونکی کمېسیون د یوې ورځې لپاره د دې جرګې د چارو اوږدېدل نه ردوي.
د یاد کمېسیون رییس، عمرداوودزی چې نن(چهارشنبې د غويي په ۱۱مه نېټه) د جرګې په تړاو خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل د کمېټو د غوراوي وروسته کارونه چټک شوي دي او که دا کمېټې چارې په چټکه توګه مخې ته یونسي، نو ښایې د جرګې چارې نیمه یا یوه ورځ وځنډیږي.
داوودزی وړاندې وايي:«تر اوسه پورې د جرګې په کارونو کې وروسته والی په ساعتونو دی نه په ورځو، که نن په کمېټو کې چارې وځندیږې، نو ښایې یوه او یا هم نیمه ورځ د جرګې وخت وغځیږي.»
د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کېدونکو کمېسیون رییس د جرګې له چارو خوښي وښوده او زیاته یې کړه:«دا د خوښۍ خبر وو چې په مشورتي لویه جرګه کې د پنځوسو کمېټو له ډلې د دیارلسو کمېټو رییسانې ښځې وې.»
هغه همداراز زیاته کړه چې د ګنکوسو خلاف د سولې په مشورتي لویه جرګه کې یوازې پر سولې بحث کېږي، نه پر ټاکنیز کمپیان.
د سولې مشورتي جرګې په دریمه ورځ کې ۳۲۰۰ غړي په ۵۱ کمېټو کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د چوکاټ د ځانګړې کولو پر سر خپل کار وکړ.