د بشري حقونو د څار بنسټ د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار څخه غواړي چې د تېرو کړنو په اړه حساب ورکړي.
د یاد سازمان د افغانستان د برخې مسؤوله ټینګار کوي چې حکمتیار د تېرو نورو ټوپک سالارانو په څیېر حساب ورکوونکی نه دی. نوموړې د رسنیو په اړه د حکمتیار پر دریځ هم نیوکه کوي.
اخوا د کابل یو شمېر اوسېدوونکي په ښار کې د حزب اسلامي د وسله والو پلویانو له ګرځېدو اندېښنه لري.
ګلبدین حکمتیار تر اوسه دوه ځلې ټینګار کړی ټول هغه څه چې پخوا تېر شوي باید له یاده وویستل شي، خو د بشري حقونو د څار بنسټ ټینګار کوي جګړه ماران باید د هغه څه په اړه چې په کورنیو جګړو کې تېر شوي په اړه یې ځواب ورکړي.
د افغانستان په برخه کې د بشري حقونو د څار بنسټ څېړونکې تریشیا ګاسمن وویل:«ډیر پیاوړي اسناد شته چې ښيي د هغه ځواکونو، مجروح ترور کړ. له دې امله چې مجروح د حکمتیار کلک منتقد وو او وروسته له هغه چې د پاکستان په پنډغالو کې د افغانانوپه اړه یوه نظر پوښتنه پیل کړه، حکمتیار په هغه نیوکه وکړه او د هغه ځواکونو مجروح ترور کړ.»
د حزب اسلامي ویاندویان په دې اړه څه نه وايي، خو ګلبدین حکمتیار په کابل کې د وینا پرمهال د هغه څه په هېرولو ټینګار وکړ چې پخوا ترسره شوي دي.
ګلبدین حکمتیار وویل:«موږ ژمنه کوو چې یو نوی باب پرانیزو او تېر هېر کړو.»
که څه هم چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې له پیغام سره پلازمېنې ته راغلی دی خو پلویانو ې له درنو او سپکو وسلو سره کابل ته د حکمتیار د راتلو هرکلی وکړ.
د کابل اوسېدونکي محمد ګلاب وویل:«دا یو وحشت وو،ټول حیران شوي وو چې په ښار کې څه شوي دی.»
د کابل بل اوسېدونکي سید یوسف هم وویل:«دوی کابل ته له راتګ څخه مخکې له حکومت سره هوکړه کړې وه او خپلې وسلې یې حکومت ته سپارلې وای، ځکه چې له سولې سره راغلي وو.»
تاجمیر چې له شلو کلونو راهیسې د کابل په ده افغانو سیمه کې بوټان ګندي وايي چې د پنجشنبې ورځې وضعیت ټول ویرولي وو.
هغه وویل:«له ډېرو وسلو سره کابل ته راغلل،باید داسې نه وای شوي او باید خپلې وسلې یې له وړاندې حکومت ته سپارلې وای.»
د بشري حقونو څېړونکي همدارز د رسنیو په اړه د ګلبدین حکتیار په دریځ نیوکه کوي او د یوې نیمې لسیزې د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي.