Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو جګړو قربانیان له حکومته عدالت غوښتنه کوي

د مجاهدینو جګړو له امله کابل کې د قربانیانو کورنۍ وروسته د طالبانو له حکومت څخه د عدالت غوښتنې په برخه کې حکومت پر پاتې راتلو تورنوي.

دوی زیاتوي د سولې له بهیر سره د وسله‎والو ډلو یوځای کیدل باید د عدالت پر وړاندې خنډ نه وي. 

په همدې حال کې حقوق‎پوهان هم په هېواد کې د جنګي‎جنایت‎کارانو پر تعقیب ټینګار کوي.

په کابل کې د مجاهدینو ډلو ترمنځ له جګړو څه د پاسه دوې لسیزې تیریږي، خو تراوسه هم د پلازمیني په ځینو برخو کې د دغو جګړو نښې پاتې دي.

ګلبدین حکمتیار د دغو جګړو یو لوری وه چې د کابل ښاریانو په وینا د نوموړي قوماندانانو پر کابل د زرګونه راکټونو په وارولو سره په جنګي جنایتونو باندې تورن دي.

ښایي له همدې امله وي چې یو شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د وروستیو بدلونونو په اړه ناخوښ دي.

د کابل اوسيدونکی، عبدالواحد وايي:«موږ نه پوهېږو چې دا هېواد څه ډول دی!؟ د هرچا زړه چې وشو نو کوي یې، خو دا ورځې به پاتې نشي.»

محصل، حلیم څرګندوي:«دا (حکمتیار) غواړي له ځان څخه یو سیاسي شخصیت جوړکړي، یو ښه شخصیت، او غواړي چې خپل تېر وخت د خپلو ښو خبرو سره هېره کړي.»

نذیر احمد چې اوس درمل جوړونکی دی او د راکټ لګېدو له امله یې یوه پښه له لاسه ورکړې وايي:«د همدې ګلبدین او نور ګوندونو راکټونو له امله ما خپله پښه په شپږ کلنۍ کې له لاسه ورکړه. موږ ترې کومه ښه خاطره نلرو هغه کارونه یې چې کړي دي باید خلکو ته ځواب اوايي.»

ماه ګل د هغه مهال یوه بله قرباني میرمن ده، دغې میرمنې په توغندويي برید کې خاوند او دیارلس کلنه لور له لاسه ورکړل او د خپلو دوو اوه او څوارلس کلنو ماشومانو مسوولیت یې پر غاړه شو.

ماه‎ګل څرګندوي:«له خدایه وېره نه لري! د یوه غریب زړه باندې نشي پوهېدی! یو یتیم چې په څلور کلنۍ کې یې پلار له لاس ورکړی دی میلیونونه کسان همداراز زموږ په شان بې‎برخلیکه پاتې شول. دا چې د خدای صبر وکړو نور مو له لاسه څه نه کيږي.»

له بلې خوا حقوق پوهان په هېواد کې د جنګي جنایتونو پر څیړلو ټینګار کوي چې د دغو حقوق پوهانو په اند په دې برخه کې باید د جګړې قربانیان تر ډیره ونډه واخلي.

حقوق‎پوه، وحید فرزه‎یي په دې اړه وايي:«له بده مرغه انتقالي عدالت په نیمه لار کې پاتې دی  او دا لامل شوی چې نن هر مجرم او په کورنیو جګړو کې دخیل کسان راشي او دولت سره یوځای شي، او پر وړاندې یې د جرایمو هېڅ اثارو څېړنه ونشي.» 

د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال د کورنیو جګړو او د پلازمیني د ورانۍ له امله تل دا ډلې له نیوکو سره مخامخ دي. په دې لړ کې له طالبانو وروسته حکومتونو هم د قربانیانو عدالت غوښتنې ته د نه بې پامۍ له امله نیوکې کیږي.

په کابل کې د کورنیو جګړو قربانیان وايي چې باید حکومت عدالت پلی کړی، همداراز حقوق پوهان هم نیوکه لري دا چې په کورنیو جګړو کې ښکیل کسان راځي او دولت سره یوځای کېږي، خو ترې څېړنه نه کېږي

شریک یي کړئ