Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دسولې فېسټیوال کې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د فعالانو ګډون

د سولې او د سیمه‎ییز پیوستون یو ورځنی فېسټیوال په کابل کې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د ځوانو سفیرانو په ګډون ترسره شو.

په دغه فېسټیوال کې د یادو درېیو هېوادونو ځوانو سفیرانو د سولې د ټینګښت، د تلپاتې اړیکو د پراختیا په اړه خپل نظرونه له یو بل سره شریک کړل.

د تاجکستان د سولې سفیران وایي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت د دغه هېواد د اوسېدونکو له مدیریت سره تړاو لري.

دوی زیاتوي، افغانان به د سختو هڅو او سرښندونو له کبله سولې ته ورسېږي.

د درېیو هېوادونو د سندرغاړو لخوا د موسیقۍ اجرا کول د سولې او همپالنې د دغه فېسټيوال یوه برخه ده چې د افغانستان،تاجکستان او پاکستان د سولې ځوانو سفیرانو په‎کې ګډون کړی دی.

په دغه فېسټیوال کې له تاجکستانه لسو ځوانانو، له پاکستانه اوو او له ټول هېواده شلو د سولې ځوانو سفیرانو ګډون کړی دی.

له پاکستان څخه د سولې ځوانه سفیره  شفیقه ګل په دې اړه وايي:«په افغانستان او پاکستان کې د ځوانانو شمېر زښت زیات دی که‎چېرې په یوه مېز سره کېښنې کولای شي چې د دوه هېوادونو ترمنځ ستونزې حل کړي.»

له افغانستانه پېغله سفیره شایسته لنگري هم وویل:«ځوانان د هنري او کلتوري فعالیتونو له لارې کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې به مثبتې پرېوځې.»

له بلخوا د تاجکستان ځوانان په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د افغانانو په پياوړې ارادې پورې اړه لري او د تاجکستان خلک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې اړینې بولي.

خبریال عدالت میرزا په دې اړه زیاته کړه:«موږ راغلي یوو ترڅو زموږ ګاونډي زموږ له سولې خړوب شي.»

د افغانستان د مدیوټیک پروګرامونو همغږۍ کوونکی عبدالله رسولي په دې اړه څرګنده کړه:«د باور او خوالې د رامنځته کولو لپاره د درې هېوادونو د ځوانانو د افکارو او ظرفیت له نېږدې کېدو سره بالاخره په افغانستان او سیمه کې سوله راتلای شي.»

د دغه فېستیوال بله برخه د تاجکستان او پاکستان د ځوانانو لپاره د افغانستان د لاسي صنایعو د کلتوري ښکارندو نندارتون دی.

د هېواد ځوانو موډلانو هم د افغانستان د جامو په ښودلو سره د هېواد ملي وحت نندارې ته وړاندې کړ.

د درېیو واړو هېوادونو ځوانانو د یو بل ترڅنګ په درېدو سره د سیمه‎يیزې سولې او همپالنې لپاره لاسونه سره ورکړل.

شریک یي کړئ