د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم ته نږدې کسان له ولسمشر غني سره د نوموړي له خبرو اترو خبرو ورکوي.
دوی وايي چې نوموړي کابل ته د هغه د راتګ خبره کړې او ډېر ژر به هېواد ته راشي.
د مشرانو جرګې غړی، او دوستم نېږدې کس، محمد عظیم قویاش څرګندوي ښاغلي دوستم غوښتنه کړې چې ټول واک یې پېرته ورکړل شي او د احمد ایشچي زورونې دوسیه دې هم وتړل شي:«هغه غوښتنې چې جنرال صاحب یې لري هغه دا دې د احمد ایشچي لخوا لګول شوي تورونو دوسیه دې وتړل شي او واکونه ده یې باید د ولسمشر لخوا بېرته ورکړل شي.»
په داسې حال کې چې د جنرال دوستم راستنیدل له حکومت سره د اختلافونو پر مهال د عطامحمد نور یوه غوښتنه وه، خو د دغو اختلافونو له پایته رسیدو سره سره لا هم جنرال دوستم هېواد ته نه دی راستون شوی.
د بلخ پخواني والي، نور ویلي وو:«تر کله به د ماکیوالي سیاستونو چې که اړتیا د ګېدړې له غولونې کار واخلو او کله چې لاس مو خلاص وو د زمري په شان ووسو، دا سیاسوته افغانتسان کې په کار نه راځي او اغېزه نلري! جنرال دوستم حق لري چې افغانستان ته راشي او حق لري چې خپلې دندې ته راشي.»
اخوا د ملي شورا یو شمېر غړي وايي، د جمهوري ریاست د لومړۍ مرستیالۍ په څوکۍ کې د جنرال دوستم اوږدې ناسوبتیا د حکومت په جوړښت کې قانوني تشه رامنځته کړې ده.
د ولسي جرګې غړی، خداداد عرفاني څرګندوي:«د قانون له مخې د دې اقتضا کوي چې دا کار یې کړی وه چې خپل ځای ته راشي او اوس یې لیري والي قانوني ستونزې هم لري.»
که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ د جنرال دوستم د حالت په تړاو څه نه وايي، خود ولسمشر لومړي مرستیال ته نږدې کسان هوکړې ته د ارګ او جنرال دوستم د نږدې کېدو خبر ورکوي او ژر کابل ته د ښاغلي دوستم د راستنېدو خبره هم کوي.