د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دې هېواد لومړي وزیر سلاکار، سرتاج عزیز د هند په امرتسر کې د دې هېواد د سرو زرو معبد ته له تلو او همداراز د هغې استوګڼې په ځای کې له رسنیو سره له خبرو منع شوی دی.
سرتاج عزیز د یکشنبې پر ورځ د هند امرتسر ښار ته د آسیا زړه شپږمې ناستې ګډون په موخه دې هېواد ته تلی وه.
د «هند اکسپرس» خبري آژانس هم د دې ناستې په څنډه کې پر خبریالانو هم د یو شمېر بندیزونو خبر ورکړی دی.
رسنیو د پاکستان عالي کمېسیون له قوله خبر ورکوي چې کله چې د سرتاج عزیز او خبریالانو ترمنځ له خبرو مخنیوی وشو نو دې کمېسیون په بل ځای کې د دوی د خبرو زمینه برابره کړه، خو بیا یې هم مخه ونیول شوه.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د عزیز له قوله لیکلي دي:«د رسنیو پر وړاندې چلند ښه نه وه. ما غوښتل له پاکستاني رسنیو سره خبرې اترې ولرم. خو موږ ته اجازه رانکړل شوه.»
عزیز پر هماغه ورځ د یو شمېر هېوادونو له استازو سره خبرې کړې وې او ورته یې ویلي وه چې پاکستان پوهېږي دا چې افغانستان به په راتلونکې کې له څه ډول ستونزو سره مخامخ شي.
ده وویل:«زموږ په آند ترهګري او تاوتریخوالی تل شته چې د لسګونو انسانانو ژوند اخلي. دې مسلې ته باید په همغږۍ سره پام وشي.»
سرتاج عزیز وویل:«په افغانستان کې امنیتي حالت پېچلی دی. ستونزمنه ده چې له ترهګرۍ ملاتړ په تور یوازې یو هېواد تورن شي.»
ده همداراز ویلي دي چې د پاکستان له لارې د افغانستان توکو لېږد ته ژمن دی.
په دې اړه مو اندونه