Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان له خاورې به کوم هېواد له ګواښ سره مخ نشي

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې هېڅ ګاونډې هېواد ته ګواښ نه پيښېږي.

آزادۍ راډیو د ترکمنستان د دفاع وزارت له قوله لیکلي دي چې دې هېواد له افغانستان نه د ترهګریزو احتمالي پېښېدونکو ګواښونو مخنیوي په موخه د خپل پوځ لپاره د اضافي سرتېرو زېرمې لپاره نوم لیکنه پیل کړې ده.

د ترکمنستان د دفاع وزارت یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، نږدې ټول هغه سړي چې عمرونه‌یې له ۵۰ کلنۍ کم دي، په احتیاطي سرتېرو کې به ثبتېږي.

افغانستان له ترکمنستان سره د هرات ولایت په ګلران د بلخ ولایت تر شورتېپې ولسوالۍ د ۸۰۴ کیلو مترو په اوږدوالي پوله لري او یو شمېر سیمې نا امنه هم دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت احمدي وویل:«ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې دوی ته هېڅ ګواښ نه پيښېږي.»

د راپورونو له مخې اوس مهال ترکمنستاني چارواکي له افغانستان سره پوله کې د افغانستان په خاوره کې د طالبانو له شتون نه اندېښنه لري.

د راپورونو له مخې ترکمنستان د افغانستان له خاورې د ترهګرو د ګواښ له کبله د اضافي ځواک جوړولو لپاره نوم لیکنه پیل کړې ده

شریک یي کړئ