Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان پر حالاتو د مودي او مرکل خبرې

د آلمان لومړۍ وزیرې، انګلا مرکل له خپل هندي سیال، نرندرا مودي سره په لیدنه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې اترې کړې دي.

دا خبرې اترې آلمان ته د مودي په رسمي سفر کې شوې دي. 

دواړو خواو د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان حالات هم مهم بللي او پرې یې بحث کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې مودي او مرکل د سولې بهیر ترڅنګ په افغانستان کې له ترهګرۍ سر د مبارزې پر څرنګوالي هم خبرې کړې دي.

د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي آلمان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خپلې المانۍ سیالې، انګلا مېرکل سره د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ کړی دی

شریک یي کړئ