Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په بندخونو کې د بندیانو له ربړونې څخه اندېښنې

په «جګړه کې له ښکېلو بندیانو سره چلند» تر نامه لاندې د ملګرو ملتونو په یوه نوي رپوټ کې چې د افغانستان په بندخونو کې د بندیانو په اړه خپور شوی راغلي چې د تېر کال په لړ کې ډېری بندیان د پولیسو ځواکونو له خوا ډېر ربړول شوي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ،د دغو بندیانو یو ډېر شمېر یې ویلي چې هغوی د حبس او بند په لړ کې د پولیس ځواکونو له خوا وهل ټکول شوي او له نامناسب چلند سره مخامخ شوي دي.

په همدې حال کې،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تاداماچي ویلي چې د افغانستان په بندخونو کې د بندیانو ربړول د دغه بنسټ لپاره د اندېښنې وړ دي.

ښاغلي یاماماتو وویل:«د هغو بندیانو د ربړولو دوام چې په جګړه کې د لاس لرلو په تړاو نیول شوي دي زموږ لپاره زښت زیات د اندېښنې وړ دي.خو موږ د حکومت هغو هڅو او ژمنو ته چې له موږ سره یې د دغو پېښو د څېړنې په اړه کړي دي باور لرو.»

په«جګړه کې له ښکېلو بندیانو سره چلند»رپوټ په ګډه توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر«یوناما»د ربړونې په اړه د افغانستان د ملي طرحې اجرايي پروګرام د بشري حقونو لپاره همکارۍ د عالي کمیسارۍ لپاره تدوین شوی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ،په هغو مرکو کې چې له ۴۶۹ بندیانو سره  د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۱۶ کال تر ډسمبره په ۶۲ بندخونو کې چې د افغانستان د ملي امنیت عومي ریاست،ملي پولیسو،د ملي دفاع وزارت له خوا اداره کېدل ښيي چې د هغوی له ډېرې برخې سره نامناسب چلند شوی دی.

رپوټ ښيي چې ۴۵ سنله مرکه شويو ویلي چې هغوی د بندخونو د مسؤولانو له خوا ربړول او ځورول شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې،دغه شمېر یو ډېر لوړ شمېر دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ له خوا له ۲۰۱۰ زیږدیز کال را په دې خوا ثبت شوی دی.

د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«شمېرې ښيي چې کابو ۴۵ سلنه کوچیني بندیان چې په جګړه کې ښکېل،د ۸۵ کوچنیو بندیانو له ډلې ۳۸ تنو یې ویلي چې په بندخونه کې ربړول شوي دي.»

په رپوټ کې ویلي شوي دي ډېری ربړونې د جبري اعترافونو په اړه وې په داسې حال کې چې بندیان هېڅ نه پوهېدل،چې په هغو جبري اعترافونو کې چې له دوی څخه اخیستل شوي څه لیکل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې ډېره زورونه په جبري ډول د اعتراف په اخیستو کې وه، په داسې حال کې چې بندیان نه پوهېدل په جبري اعترافاتو کې څه لیکل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر، زید راعدالحسین په زندانونو کې د ځورونې په اړه له اندېښنې سره ویلي دي چې دا بهیر د ملګروملتونو لپاره د منلو وړ نه دی.

ده وړاندې ویلي دي:"ښایې د درد مخنیوي په خاطر هرڅه ووايي."

د ملګرو ملتونو دې لوړ‎پوړي چارواکي د افغانستان له زندانونو له جدي څارنې په ټینګار سره ویلي دي، هغو کسانو چې د زندانیانو په ربړونه کې ونډه درلوده باید ترې پوښتنې وشي او عدالت پر هغوی پلی شي.

راپور کې وړاندې راغلي دي:"له دې ډول پېښو څېړنه کولی شي چې په راتلونکې کې د دې ډول کړنو مخنیوی وکړي."

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې د ځورونې رفع ملي پروګرام په پلې کېدو کې د حکومت له هڅو ستاینه شوې ده.

که په دې راپور وړاندې شوي قانوني وړاندیزونه تصویب شي، نو افغانستان به په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د زورونې منع کمېټه په رسمیت وپېژني او دا بنسټ به اجازه ولري چې په هېواد کې له بند‎خونو څارنه وکړي.

په دې راپور کې له افغان چارواکو غوښتنه شوې ده چې زورول شویو زندانیانو ته دې زمینه برابره کړي ترڅو قانوني مراجعو ته لاسرسی ولري او د زیانونو جبران یې وشي.

شریک یي کړئ