Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان: پاکستان او امریکا داوړه افغانستان کې سوله غواړي

 د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سویس په داووس کې د اقتصادي نړیوالې ناستې په څنډه کې سره لیدلي او د افغانستان د سولې بهیر پر موضوع یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې له امریکا سره د افغانستان د سولې بهیر په برخه کې ګډ دریځ لري.

هغه زیاته کړې ده چې امریکا او پاکستان افغانستان کې سولې او منظم لیږد لپاره لېوالتیا لري.

عمران خان وویل:«اصلي موضوع افغانستان ده، ځکه پر امریکا او پاکستان پورې تړلې موضوع ده. له نیکه مرغه موږ په یوې پاڼې کې یوو او دواړه لوري سولې او منظم لیږد په تړاو افغانستان کې او همداراز د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو ته لیوالو یوو.»

عمران خان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر خبرو ټينګار کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر دغه لیدنه کې له پاکستان سره خپلې اړیکې ښې او نېږدې بللې دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وايي:«ښه ده چې له خپل ښه ملګري، د پاکستان لومړي وزیر سره یم. موږ به د سوداګرۍ او نورو مسایلو په تړاو خبرې وکړو. خو سوداګري ډېره لوبه او مهمه مسله ده. موږ به سوداګري ډېره کړو او د یو شمېر پولو به تړاو به سره خبرې وکړو. موږ به د کشمیر او اړیکه یې د پاکستان او هند سره وڅېړو.»

ټرمپ ویلي دي چې د پاکستان او امریکا اړیکې هېڅکله دومره نېږدې نه وې.

ټرمپ همداراز عمران خان خپل ملګری بللی او ویلي دي چې د کشمیر په ګډون یې پر بېلابیلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، الیس ویلز پاکستان کې ده.

د آسیا سویل لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز به د خپل دغه سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره پر دوو اړخیزو اړیکو او د افغان سولې بهیر په تړاو خبرې وکړي.

پاکستان ته د آغلې ویلز سفر سیمې ته د نوموړې د لس ورځني سفر برخه ده.

نوموړې په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې د امر یکا  او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک له بل هر وخته نېږدې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل  شاهین  جمعه(د مرغومې په ۲۸مه نېټه) د پاکستان ډان ورځپاڼې ته په استول شوې بیانیه کې هیله څرګنده کړې، څو د سولې هوکړه د روانې زیږدیزې جنوري میاشتې تر پایه لاسلیک شي.

سهیل شاهین زیاته کړې ده، د هوکړې مخکې طالبان چمتو دي چې خپل پوځي عملیات راکم کړي.

هغه وړاندې ویلي دي:"موخه د تاوتریخوالي(کموالي) نه بهرنیو ځواکونو ته د امن چاپېریال رامنځته کول دي چې له افغانستانه ووځي."

نوموړي څرګنده کړې ده چې د بریدونو کمښت کې همداراز پر افغان ځواکونو هم د بریدونو کمښت شامل دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه