د زابل ولایت د امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ د داعش وسلهوال وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د خپرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي دي چې دا ترهګر د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ترهګرو یوه اندازه وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
په همدې حال کې د یوه بل خبر له مخې په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې درې غړي وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پېښه تېره ورځ(جمعه د سلواغې ۸مه) د ننګرهار په غنيخېلو ولسوالۍ کې هغه مهال شوې چې داعشیانو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
د یادې قول اردو ویاند وايي چې په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.