په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي چې څو اوونۍ وړاندې په کندهار ښار کې د برید په پایله کې ټپي شوي وه ومړ.
د عربي متحده اماراتو حکومت د دغه خبر پخلی کړی دی.
څو اوونۍ وړاندې د کندهار د والي د مېلمستون په چاودنه کې د عربي متحده اماراتو د پنځه ډپيلوماټانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او په کابل کې د اماراتو د سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي او د کندهار د والي همایون په ګډون څو تنه ټپيان شول.