Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدلون لپاره د غورځنګ غړي یو ځل بیا واټونو ته راووتل

د بدلون لپاره د غورځنګ غړي او د دغه غورځنګ ځينو پلویانو نن پنجشنبې (د زمري په ۵ مه)یو ځل بیا په لاریون لاس پورې کړ.

له دوو میاشتو څخه په کمه موده کې دا درېیم ځل دی چې د بدلون لپاره غورځنګ د هغه څه لپاره چې په حکومت په ځانګړې توګه په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو راوستول بولي، په لاریون لاس پورې کوي.

دغه غورځنګ حکومت د واکمن پر ولکه کولو او خپل‎سرۍ تورن‎وي او له نړیوالۍ ټولنې غواړي ترڅو د دغه حکومت له ملاتړ څخه لاس په سر شي.

د بدلون لپاره د غورځنګ غړی اثار حکیمي په دې اړه وویل:«افغان حکومت تراوسه ولسي او بدلون لپاره د غورځنګ پر حقو غوښتنو ته لږه پاملرنه هم نه ده کړې.»

لاریون کوونکو د لب جر له څلور لارې د حامدکرزي تر نړیوال هوايي ډګره لاریون وکړ.

دوی د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او د یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو د استعفا غوښتنه کوي.

د بدلون د غورځنګ غړی احمد عمر په دې اړه څرګنده کړه:«له نړیوالو ټولنو په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو، په کابل کې د دوستو هېوادونو له سفارتونو،غواړو چې روان وضعیت ته پاملرنه وکړي او اجازه ور نه کړي چې یو کوچنۍ او فاسده ډله د حکومت له برمته کولو او له قانون څخه سرغړونې سره هېواد ناورین ته وکاږي.»

خو حکومت وايي چې د دغو اعتراض کوونکو مشروع غوښتنو ته به پام وکړي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي:«هغه غوښتنې چې د قانون په چوکاټ کې وي، هغه غوښتنې چې د هغه عملي کېدل شونې وي، طبیعي ده چې حکومت د هغه په اړه غور کوي و د حکومت مسؤولیت دی.»

دوې میاشتې مخکې د بدلون غورځنګ د کابل په زنبق څلور لاره کې له مرګوني بریده وروسته د عدالت غوښتنې په موخه پراخ لاریونونه وکړل چې دا لاریون له تاوتریخوالي سره مخ شو او افغان پوځیانو پر اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې له امله یې ۷  تنه مړه او څه د پاسه ۳۰ تنه نور ټپيان شول.

د بدلون لپاره د غورځنګ غړي د ولسمشر، اجرائيه رییس، او همدارنګه د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر د ګوښه کېدو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ