Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بریټانیې سفیر:طالبان باید له افغان دولت سره دخبرو مېز ته حاضرشي

په کابل کې د بریتانیا سفیر له وسلوالو طالبانو غواړی چې جګړه دې بس کړي او له افغان حکومت سره د دې سولې خبرو ته حاضر شي.

ډامنیک جرمي له طلوع نیوز سره په ځانګړی مرکه کې ویلي چې افغانستان د جګړې له لاری نه‎شي کولای چې د سولې څښتن شي او بریتانیا د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي.

جرمي په دې اړه وویل:«هیله لرم چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې طالبانو ته د سولې د همیت او ارزښت په اړه جدي او ټینګ پیغام ورسوي چې د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د سولې پروګرام په مخ بیايي. خو بنستیزه ستونزه داده چې طالبان اوس‎مهال د جګړې په ډګرونو کې دي او بې ګناه کسان او سلګونه افغان امنیتي ځواکونه وژني. دا هغه څه دي چې باید ودرول شي.»

دا بریټانوی دیپلومات د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان  او پاکستان د اړیکو په اړه وايي چې کابل او اسلام آباد غواړي خپلې سیاسي ستونزې د خبرو له لارې اوارې کړي.

ډامنیک جرمي زیاته کړه:« په واقعیت کې د دغو دوه هېوادونو اړیکې دواړو هېوادونو حکومتونو پورې اړه لري. خو یوازې څه چې موږ یې کولای شو د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د فرصت رامنځته کول دي چې باید ترسره شي او دقیق درک موجود وي.»

 په کابل کې د بریټانیا سفیر له اداري فساد سره د افغانستان په ټینګې مبارزې او فاسدو کسانو ته د جدي سزا ورکولو غوښتونکی دی هغه وايي چې د دغه هېواد د مالیه ورکوونکو او د نړیوالې ټولنې پیسې باید د فاسدو کسانو جېبونو ته ونه لوېږي.

شریک یي کړئ