Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقوقو د څار بنسټ: کابل کې پر زېږنتون برید جنګي جنایت دی

د بشري حقونو د څار بنسټ په کابل کې د سې شنبې په ورځ (د غوايي په ۲۳مه) پر سل بستریزه زېږنتون برید غندي او هغه یو جنګي جنایت ګڼي.

په دغه برید کې ۲۴ تنه چې یو ډېر شمېر یې ښځې او ماشومان وو وژل شوي او کابو ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

په هغې اعلامیه کې چې د بشري حقونو د څار بنسټ له خوا خپره شوې راغلي دي:«د افغانستان په کابل کې د ۲۰۲۰ز کال د مۍ په ۱۲مه نېټه، د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا پر یوه روغتون برید د ولسي وګړو د ژوند پر وړاندې یوه څرګنده سرغړونه ده او دا برید یو جنګي جنایت شمېرل کېږي. په دغه برید کې چې د یوه ځانمرګي برید سره پیل شو د دوه ماشومانو په ګډون د ۱۳ ولسي وګړو د وژلو او ۱۵ نورو د ټپي کېدو لامل شو.»

د سوېلي اسیا د بشري حقونو د څار بنسټ مسوول پاټرېشا ګاسمن هم دغه برید یو «وحشناکه» کړنه بللې ده.

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي چې په افغانستان کې پر روغتیايي بنسټونو هدفي بریدونه له ۲۰۱۷ز کال راهیسې په پراخته توګه زیاتوالی موندلی دی.

وسله والو بریدګرو د سې شنبې پر سهار د کابل په دیارلسمې حوزې په اړوند برچي سیمه کې پر سل بستیزه زېږنتون برید وکړ او کابو پنځه ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.  

شریک یي کړئ