د بلخ ولایتي شورا کې یو شمېر اوسېدونکي راټول شوي او په دې ولایت کې د برېښنا بیې له لوړوالي شکایت کوي او وايي چې د نورو ولایتونو په پرتله دې ولایت کې د برېښنا لګښت زیات دی او دوی یې نشي پرېکولی.
دوی زیاتوي چې په بلخ کې د هر کیلواټ برېښنا بیه ۶،۵ افغانۍ دی په داسې حال کې چې جوزجان کې په درې او کابل کې ۲،۵ افغانۍ بیه لري.
یو تن اعتراضکوونکی، براتعلي څرګندوي:«له خلکو ۶،۵ افغانۍ اخلي، او خلک د دې پیسو د ورکړې توان نلري.»
همداراز پلوشه وايي چې بلخ کې د نورو ولایتونو په پرتله د برېښنا بیه زیاته ده:«هغه توپير چې د برېښنا شرکت په بلخ کې رامنځته کړی دی یوه لویه نفاق اچونه ده.»
اعتراضکوونکي له زورواکو د برېښنا پيسو پر راټولولو ټینګار کوي او له هغو کسانو چې د برېښنا پیسې پر خپل وخت نه ورکوي، غوښتنه کوي چې پیسې دې پر وخت پرې کړي، تر څو دا کار نورو ته د خنډ لامل نشي.
د مزارشریف اوسېدونکی، عليدوست زیاتوي:«زورواکي برېښنا لګوي خو پیسې یې نه ورکوي، دولت باید ورسره کیني چې ولې پیسې نه ورکوي.»
قومي مشر، شاهمحمود زیاتوي:«قانون باید پر زورواکو هم پلی شي.»
له دې سره د بلخ د ولایتي شورا مرستیال، سید عبدالله مسرورو وايي که عامه خدمتونه ټولو ته یو ډول ونه رسېږي ښایي د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات شي.
دی وړاندې وايي:«دا چې د بلخ برېښنا هغو کسانو سره چې د برېښنا لګښت پیسې نه ورکوي او یا له زورواکو سره قانوني چلند کوي، موږ ورسره یوو او ملاتړ یې کوو.»
د بلخ ولایت د بلخ برېښنا رئیس، محمدنسیم ګنجي وايي چې یو شمېر کسانو د برېښنا لګښت پیسې نه دي ورکړي او که دا کار ونه کړي، نو نومونه به یې رسنیو سره شریک کړي.
وړاندې وايي:«که خپل حسابونه پاک نکړي نو موږ به بیا له مرکز له لارې خپل پروګرام پلی کړو او ټولو رسنیو سره به یې شریک کړو.»
له دې ټولو سره، د بلخ ولایت اوسېدونکي وایي چې د اسانتیاو په ویش کې نابرابري به دې، د خلکو د ډلې ډلې کېدو، لوږې او په پایله کې دولت سره د واټن رامنځته کېدو لامل شي.
په دې اړه مو اندونه