Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تاوتریخوالي د کموالي په اوونۍ کې د هېواد لویې لارې امنې وې

ځینو هغو هېوادوالو چې د تاوتریخوالي د کمښت په اوونۍ کې یې د هېواد په لویو لارو سفر درلود، وايي چې په دغه پېر کې لویې لارې د تېر په پرتله امنې وې.

د تاوتریخوالي د کمښت پېر د شنبې په ورځ (د کب په ۳مه) پیل او نن شپه دولس بجې (جمعه د کب په ۹مه) پای ته رسېږي. 

ځينې هېوادوال وايي دا اوونۍ یو فرصت و چې وکړای شي خپلو کورنیو د لیدو او تفریح لپاره ولایتونو ته ولاړ شي.

زده کړیال نور اکبر ملکزاده وايي چې د تاوتریخوالي د کمښت له پېر مخکې، جرات نه شوی کولای چې په ولایتي سفرونو ولاړ شي. هغه د تاوتریخوالي د کمښت په وروستۍ ورځ، د تفریح لپاره له خپلو ملګرو سره جلال اباد ته تللی و:«موږ په بې غمه زړه دلته د تفریح لپاره راغلي یوو او غواړو چې خوند واخلو.»  

بل زده ګړیال فهیم هم څرګندوي:«هیله لرم چې دغه بهیر (د تاوتریخوالي کمښت) په یوې دایمي سولې بدل شي.»  

د ملي اردو ځواکونه چې د کابل - جلال آباد پر لویه لار د مسافرو د امنیت د ټينګښت دنده لري؛ هم هیله لري چې هېواد کې اوربند راشي.

د ملي پوځ یو له دغو سرتېرو نذیر په دې هکله وايي:«نه پوهېږم چې موږ نه پوهېږو او که هغوی (طالبان) هره ورځ زموږ یو بل وژل کېږي، راشئ له یو بل سره کېنو او سره خبرې وکړو.» 

د ملي پوځ بل سرتېري محمد اکرام هم څرګنده کړه:«هغوی (طالبان) څه غواړي چې موږ وژني.»

له دې ټولو سره د تاوتریخوالي د کمښت په پېر کې، د هلمند، کابل، کندهار، ارزګان، بلخ، کاپیسا، سمنګان، زابل، فراه، غزنی، لوګر او لغمان ولایتونه د امنیتي پېښو شاهد وو. د دولت شمېرو پر بنسټ، په دغې پېښه کې ۲۱ پوځيان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د کمښت په پېر کې، د هلمند، کابل، کندهار، ارزګان، بلخ، کاپیسا، سمنګان، زابل، فراه، غزنی، لوګر او لغمان ولایتونه د امنیتي پېښو شاهد وو.

شریک یي کړئ